د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

دامریکا بهرنیو چارو او دفاع وزیران له هند سره داړیکو درغولو لپاره ډهلي ته ځي


ټاکل شوې چې دامریکا دوه اوچت وزیران دواشنګټن او نوي ډهلي په روابطو کې د رامینځ ته شوي کنګل دماتولو لپاره هند ته ولاړ شي.

دغه وزیران دهند دصدراعظم سره دخبرو لپاره د راتلونکې میاشت په پیل کې نوي ډهلی ته ځي.

صدراعظم نارندرا مودي چې په ۲۰۰۲ کال کې په ګجرات کې دمسلمانانو ضد اله ګولې په مقابل کې په ناغیړي تورن شوی دامریکا له لورې نامطلوب کس ګڼل کیده . خو مودي دغه تور ردوي.

له هغې مودې راهیسي چي دهند په وروستیو انتخاباتو کې دناریندرا مودي بریالیتوب یقینی سو واشنګټن له نوي ډهلی سره داړیکو د ښوکولو لپاره هڅې کوي.

ټاکل شوې ده چې دامریکا بهرنیو چارو وزیر جان کری به دهند او امریکا په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي. دغه راز دامریکا ددفاع وزارت یوه چارواکي ایمی سیرایت ویلي چی دفاع وزیر چیک هیګل دپوځي همکاریو په هکله د مودی له حکومت سره خبرې کوي.

وروسته لدې چې ناریندرا مودی دهند صدراعظم وټاکل سو دهغه څه خلاف یې چې دانتخاباتی کمپاین په مهال دبهرنۍ پالیسي او له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو په هکله تصور کیده دهند او چین له صدراعظمانو سره ولیدل.

دغه راز مودي سپینې ماڼۍ ته دورتګ لپاره د جمهور رییس اوباما بلنه ومنله او له امریکا سره یې خپلو پخوانیو ترخو اړیکو ته دومره اهمیت ورنکړ.

دامریکا ددفاع وزارت چارواکی ایمی سیرایت وايي هندي چارواکو دامریکا دوتلي سناتو جان مککین سره دروستي لیدني په مهال له افغانستانه دامریکایی ځواکونو د وتلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

خو تراوسه هم دنوي ډهلی او واشنګټن تماسونه ځکه په بشپړه توګه نه دي پیل شوي چي یو علت تیره میاشت په نوي ډهلی کې دامریکا دسفیر احضارول دي.

وروسته لدې چې دامریکا داستخباراتو پخواني قرار دادي افشا کړه چې دامریکا استخباراتو دمودي په مشری دبهاراتیا جاناتا دګوند دفعالیتونو په هکله تجسس کاوه نوي ډهلی دامریکا سفیر وروغوښته .

دغه راز دامریکا او هند ترمینځ کړکیچ هغه مهال رامینځ ته شو چې واشنګټن دهند دانتخاباتو په مهال یوه هندۍ دیپلوماته له خپلی نوکرې سره دناوړه چلند په تور په نیویارک کي ونیوله.

خو اوس مهال دامریکا حکومت هڅه کوي له هند سره خپلې اړیکي ښي کړي او د ستري ډیموکراسي دغه هیواد خپل طبیعی ملګری ګڼي.

XS
SM
MD
LG