د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

احمدي: د نشه يي توکو قاچاق کوونکي غیرقانوني له زندانونو خوشې کیږي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت یو شمېر والیان او امنيې قومندانان تورنوي چې له زندانه د مخدرو موادو د لویو قاچاق کوونکو په خوشې کیدو کې لاس لري.

دوي وايي، چې د لوړ پوړو دولتي چارواکو دا کار د دې سبب شوی چې په هېواد کې د مخدرو موادو د قاچاقبرو شمېر ورځ تر بلې زیات شي.

په عین حال کې د محابسو او توقیف خانو مسوولین وايي، چې دوي هیڅ کوم فشار ته غاړه نه ده ايښې او د قاچاقبرانو د خوشې کیدو لپاره یې هم کوم اقدام نه دی کړی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت وايي، که چیرې له زندانونو څخه د لویو قاچاق کوونکو د غیرقانوني خوشې کیدو مخه ونه نیول شي، د نشه یي موادو کښت او قاچاق به لا پراخ شي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي وویل، چې په دې وروستیو کې د مخدرو موادو لوي قاچاق کوونکي د لوړ پوړو دولتي چارواکو په لارښونه له زندانونو خوشې کیږي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې اکثره دغه قاچاق کوونکي له خوشې کیدو وروسته پولیسو سره هم له عقدې ډک چلند کوي:

″پولیس له ټولو هڅو، نیمګړتیاو او ستونزو سره یوه خطرناکه ډله ونیسي، خو وروسته په ډیرې اسانۍ سره هغه ډله خوشې کیږي، چې دا کار پولیس د خطرناکو ډلو سره مخامخ کوي، په ولایتونو کې والیان، امنیه قومندانان او دولتي اراکین دا اقدام يې کړی چې زموږ له لاسرسي نه لري دي، که چیرې دلته وای نو موږ به خپل غږ پورته کړی وای.″

ښاغلي احمدي د کندهار له محبسه د یوه لوی قاچاق وړونکي حاجي لعل جان د خوشې کیدو موضوع د یوې بیلګې په توګه یاده کړه.

نوموړي وویل، چې حاجي لعل جان په شل کاله بند محکوم شوی و، چې وروسته په غیر قانوني ډول د سیمه ییزو لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا له زندانه خوشې شو.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د خپل څلورمیاشتنۍ راپور خپرولو پرمهال وویل، چې په دې موده کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې 837 عملیات کړي چې په نتیجه کې یې 716 قاچاق کوونکي نیول شوي دي.

په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ټینګار کوي چې یو شمېرقاچاق کوونکي د لوړ پوړو دولتي چارواکو په ملاتړ خوشې کیږي، خو د محابسو او توقیف خانو ریاست چارواکي وايي، چې تردې مهاله له داسې کومې پیښې سره نه دي مخ شوي.

د دې ریاست مرستیال جنرال محمد عارف ازادۍ راډيو ته وویل:

″په دې ورستیو کې یواځې یو مورد په کندهار و، چې د مشروطه خلاصیدو امر ورکړل شوی چې دا د قانون خلاف و او بیرته امر وشو چې محبس ته راولي او د نفوس په اساس څوک نه خوشې کیږي.″

یو شمېرکارپوهان وايي، چې ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي تر ډيره د مخدرو موادو له درکه پیسې ګټې چې دا کار د دې سبب شوی چې له زندانونو څخه لوي قاچاق کوونکي دپیسو په بدل کې خوشې شي.

د دوي په وینا افغان حکومت ته پکار دی چې له زندانه د قاچاق کوونکو د خوشې کیدو عاملین ونیسي او ورسره جدي چلند وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG