د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۰

ولسي جرګه: امنیتي چارواکو د ټانکرونو د سوځیدو په پيښه کې بې غوري کړې


د افغانستان ولسي جرګې امنیتي چارواکي تورن کړل چې؛ په کابل کې یې د ټانکرونو د سوځیدو په پيښه کې بې غوري کړې ده.

ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر او د دغه وزارت دوه مرستیالان نن د څه باندې پنځه سوه ټانکرونو د سوځیدو د پيښې په اړه خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتي و.

دغو وکیلانو امنیتي چارواکي تورن کړل چې؛ د ټانکرونو د انتقال مخه یې نیولې وه او سم امنیت یې نه و ورته نیولی.

د کورنیو چارو وزیربیا د انتخاباتو د امنیت پرسرډېرتمرکز او د اکمالاتي کاروانونو لپاره د امنیتي مسولیتونو په ادارو کې بدلون د ارغندې په سیمه کې د دې لویې اورلګیدنې عمده عوامل وبلل.

د ولسي جرګې غړیو په کابل کې د نږدې دوه اوونۍ مخکې اورلګیدنې په خاطرچې په نتیجه کې یې شاوخوا پنځه سوه ټانکرونه وسوځیدل امنیتي چارواکي ګرم وبلل.

ډېرو وکیلانو په خپلو خبرو کې امنیتي چارواکي تورن کړل چې؛ د تیلو د ټانکرونو د انتقال زمینه یې نه وه برابره کړې.

دغو وکیلانو د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیرمحمدعمر داوودزی او د هغه دوه مرستیالان د همدې پيښې په اړه د ځواب ویلو لپاره خپلې غونډې ته وربللي و.

د ولسي جرګې غړیو عبدالحی اخندزاده، فوزیه کوفي او وږمې صافۍ په دې اړه وویل:

″مسوولیت کله چې له محافظت عامې څخه معینیت ارشد ته سپارل شوی ایا دا مسوولیت چې ور وسپارل شو د سرای امنیت ولې د محافظت عامې په لاس کې و.

بل سوال دا دی چې کله هم ټانکرونه پنځه څلویښت ورځې توقف شوي نه و. دا وار ولې توقف شول.″

″ادعا ده چې پولیس عمدا په خپله د ټانکرونو د تم پاتې کیدو سبب شوي.

لومړی د دې لپاره چې د همدغو تم پاتې کیدو پیسې چارج شي او زیاتې شي.

دویم دا ادعا کیږي چې پولیس تیل را ایستل او بیا یې ټانکرونه سوځول.″

″په خوشې خبره هوايي قرارداد شوی، هوايي ټانکرې تم شوې هوايي سوځیدلي دي. هیڅ نوع اسناد نشته.″

د ولسي جرګې غړیو وویل، له څیړنو وروسته یې معلومه کړه چې د ټانکرونو لپاره تم ځای ناسم او ناقانونه و او په غیرقانوني توګه د میرویس ظاهر په نوم له یوه کس سره قرارداد شوی و چې اوس تري تم دی.

د کورنیو چارو وزیرمحمدعمرداوودزي د دغو وکیلانو هغه خبرې تایید کړې چې ګواکې د دغه تم ځای قرارداد ناقانونه و او له ټانکرونو څخه په غیرقانوني توګه تیل ایستل کیدل او د تم پاتې کیدو لپاره ترې پیسې اخیستل کیدې.

خو ښاغلي داوودزي د انتخاباتو د امنیت پرسر د امنیتي ځواکونو ډېر تمرکز او د اکمالاتي کتارونو د امنیت د مسوولو ادارو بدلون د ټانکرونو د سوځیدو اصلي علتونه وبلل:

″دا پریکړه چې امنیتي مسوولیت له عامې ساتنې څخه ارشد معینیت ته انتقال شي دا د کورنیو چارو وزارت پریکړه او وړاندیز نه و.

دا پریکړه په داسې وخت کې نیول شوې چې انتخاباتو ته یوه نیم میاشت پاتې وه.

دا کتار څلویښت ورځې ولې نه و تللی.؟ لږ سست عمل شوی و. کار ددې لپاره شاته پاتې و، چې د انتخاباتو دویم دور و.

په میدان وردګ ولایت کې هم نا امني لږه زیاته شوې وه چې له امله یې د کاروانانو په انتقال کې کار شاته پاتې شو.″

د کورنیو چارو وزیر وویل، د ارغندې په سیمه کې د ټانکرونو د سوځیدو پيښه اوس هم تر څیړنې لاندې او حقیقت موندونکي ټیم لا خپل راپور نه دی بشپړ کړی.

د ولسي جرګې غړیو امنیتي ارګانونه د خصوصي سکتور په امنیت نیولو کې هم په نه پاملرنې تورن کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې کوم ټانکرونه چې د کابل د ارغندې چوک په سیمه کې نږدې دوه اوونۍ مخکې وسوځیدل د سوداګرو و او بهرنیو پوځیانو ته یې تیل انتقالول.

د دې ادارې په خبره په دې اورلګیدنه کې خصوصي سکتور ته شاوخوا پنځوس میلیونه ډالره تاوان واوښت.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG