د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

حامد کرزی وايي، په انتخاباتو کې د بهرنیو مداخله يي د ضرورت په اساس منلې


په داسې حال کې چې د افغانستان انتخاباتي چارواکي د انتخاباتو د لانجې د حل د توافق د پلي کولو په ترڅ کې د بهرنیو څارونکو په مرسته د تیرو انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش او پلټنې ته تیاری نیسي، د افغانستان جمهور رییس وایي، د انتخاباتو په چارو کې د بهرنیانو مداخله نه خوښوي خو د ضرورت په اساس يې منلې ده.

جمهوررییس حامد کرزي د امریکا غږ اشنا راډیو ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وايي:

″انتخابات د هر ولس یوه ډیره حساسه داخلي مساله ده. دا مساله د یوه هېواد د ملي حاکمیت نهایت اساسي او د بنسټ ډبره ده.

په هغې کې د بهرنیانو مداخله دا معنی ورکوي چې هېواد ملي حاکمیت نه لري.″

جمهور رییس حامد کرزی زیاتوي:

″په دغو انتخاباتو کې د درغلیو اوازه خپره شو. زموږ یو محترم نوماند ډاکټرصاحب عبدالله د ملګرو ملتونو د وساطت غوښتنه وکړه.

د دې لپاره چې هېواد د انتخاباتو د پروسې له اوږده حالته ژرتیرشوی وي او د هېواد جمهور رییس ژر ټاکل شوی وي او دغه راز د ولس اوږده انتظار ته د پای ټکې کېښودل شوی وي.

موږ د ډاکټر صاحب عبدالله غوښتنه ومنله. د ملګروملتونو مشارکت ته مو اجازه ورکړه، خو دا په دی معنی نه ده چې موږ ترې خوشاله یو. د موږ د یوه ځانګړي ملي وضعیت ضرورت وو او موږ ومانه.هیله لرو چې بیا له داسې وضعیت سره مخامخ نه شو.″

د جمهورریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو یو نوماند عبدالله عبدالله تور لګوي چې؛ پراخه درغلی شوې او له انتخاباتي ادارو سره يي مقاطعه کړې وه.

وروسته له دې چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون یوه اونۍ مخکې مقدماتي نتایج اعلان کړل، انتخاباتي لانجه نوره هم ژوره شوه او د کړکېچ نښې ولیدل شوې امریکا د لانجې د حل لپاره د یو توافق منځګړیتوب وکړ.

جمهوررییس حامد کرزي د دغه توافق په هکله وايي:

″هیله لرم چې د افغانستان د خلکو د رایو درناوی وشي. د خلکو واقعي او حقیقي رایې له ناسمو رایو بیلې شي او بیا د افغانستان د خلکو د رایې په اساس راتلونکې جمهوررییس وټاکل شي او د خلکو د دغې رایې درناوی وشي او د هغه جمهوررییس چې د افغانستان د خلکو د رایو په اساس ټاکل کېږي درناوی او ورسره همکاري وشي.″

د انتخاباتو د نوماندانو ترمنځ په شوي توافق کې بایلونکې نوماند ته د حکومت د اجرائیوي چارو مقام منل شوی چې وروسته د صدارت مقام ته ارتقا مومي.

جمهوررییس کرزي د دغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغسې ترتیبات او پارلماني نظام به د افغانستان په ګټه وي کنه وايي؟

″پارلماني نظام او په ریاستي نظام کې د چارو اجرا کوونکې سره توپیرلري.

د افغانستان اوسنی نظام ریاستی دی. داسې ریاستي نظام چې شورا په کې کافي اختیارات لري. دواړه نظامونه ښه دي.″

د افغانستان جمهور رییس زیاتوي:

″خصوصا پارلماني نظام یو ډیرښه نظام دی. ښه چلیږي.

شاید د افغانستان د شرایطو لپاره به ښه او مناسب وي خو په دې شرط چې د ملکي خدماتو اداره فعاله وي او سیاسي مداخله او لاس وهنه په کې نه وي او د هېواد امنیتي ځواکونه بنسټیز شوي وي، ملي وي او سیاسي ګوندونه په کې نفوذ او مداخله ونه لري که دغه دوه شرطونه پوره شي نو پارلماني نظام د افغانستان لپاره ښه دی خو تر اوسه دغه شرطونه پوره شوي نه دي.″

جمهوررییس کرزي له امریکا غږ اشنا راډیو تلویزیون سره په مرکه کې وايي، افغانستان له سختو حالاتو سره مخامخ دی.

له یوې خوا هېواد بې وزلی دی او بله دا چې د بهرنۍ سختې مداخلې سره مخامخ دی، هم د ګاونډیو له خوا او هم د هغو هېوادونو له خوا چې د ده په وینا د افغانستان د مرستې لپاره راغلي نو راتلونکې جمهور رییس باید د پرمختګ لپاره د کورنیو اړتیاوو او بهرنیو لاس وهنو ترمنځ موازنه وساتي.

XS
SM
MD
LG