د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۱

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په پیښه کې څوک لاس لري؟


په پکتیکا ولایت کې پرونی انتحاري حملې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د حکومت او خلکو له خوا په کلکه غندل شوی دی.

په دغه برید کې شاوخوا ۹۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نورټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي، خو چارواکي او یو شمېر څیړونکي وایي، چې طالبان د دې لپاره د دغه مسولیته ځان باسي چې ملکي تلفات په کې ډیردي.

په پکتیکا کې په پروني ځانمرګي برید کې چې لسګونه عام وګړي په کې ووژل څوک لاس لري؟

وسله وال طالبان د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې په دې پیښه کې هرډول ښکېلتیا ردوي، خو ایا همداسې ده؟

عبدالهادي ایماق د پوځي چارو یو پلټونکې دی، د هغه په باورطالبان ځکه له دې مسولیته ځان باسي چې ملکي تلفات په کې ډیردي:

″دا طالبان دي چې زموږ په اکثرو ولایتونو کې داسې حملې کوي.

د دې لپاره چې ملکي تلفات په کې ډیر دي او ښایي بیا خلک له دوی څخه نفرت وکړي، نو ځکه دوی وایې چې دا کار یې نه دی کړی او اوږه خالي کوي.″

یو بل افغان پوځي کارپوه عتیق الله امرخیل هم وایي، چې د طالبانو په ګډون بېلابېلې ډلې او بهرني استخبارات د افغانستان د حالاتو په بې ثباته کولو کې ښکېل دي.

د ښاغلي امرخیل په خبره که طالبانو د پکتیکا پرونی برید نه وي کړی، نو دوی باید خپله ادعا خلکو ته ثابته کړي چې دوی لاس نه لري.

ښاغلي امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل:

″بهرني استخبارات هم دلته ښکېل دي. هغه کسان چې د افغانستان له پولو دباندې دي او په خپله طالبانو کې هم ښایې داسې ډلې وي چې؛ د طالبانو د بدنامولو لپاره هڅې کوي.

خو په هرصورت اوس چې د داسې پیښو د مسولیت ګوته طالبانو ته نیول کېږي او دوی ادعا کوي چې دا کار یې نه دی کړی، نو باید دا خلکو ته واضحه کړي او ثابته یې کړي.

دوی باید په هغو ډلو پسې وګرځي او خلکو ته یې ور وپیژني چې په داسې پیښو کې مسول دي، ترڅو دوی سپین شي.″

د ملګروملتونو سازمان دغه پیښه سخته غندلې ده. د یوناما له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د خواشینۍ په څرګندولو ویلي چې دا ډول بریدونه د نړېوالو بشري قوانینو څخه جدي سرغړونه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې چې په یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې شوی، د طالبان اصلي هدف ملکي کسان وه.

اعلامیه زیاتوي چې؛ برید کوونکي د انسانانو د وژنې لپاره حدود نه پیژني.

د ولسمشرۍ ماڼۍ هم دا پیښه په سختو الفاظو غندلې ده او د روژې په میاشتې کې یې د مسلمانانو وژل یو لوی جنایت بللی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو هم د اعلامیو په خپرولو سره دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د پکتیکا والي محب الله صمیم وایي، دا برید د اسلام او انسانیت پرخلاف دی. ښاغلی صمیم د تلفاتوپه اړه وایي:

″د افغانستان دښمنانو په همدې سیمه کې په یوه موټر کې یو بم ځای پر ځای کړی وو، چې زموږ ډیر هېوادوال شهیدان او لسګونه ځوانان ټپیان شول.

که تاسو زیانونه وګورئ، نو دې پایلې ته رسیږئ چې دا ګام د اسلام، بشریت او زموږ د هېواد خلاف کار دی.″

له سیمي څخه راپورونه وایي، د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې برید دومره زورور وو، چې د دې ولسوالۍ د بازاریوه لویه برخه یې ویجاړه کړې ده.

په یوه چاودنه کې دومره لوی تلفات په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا ساری نه درلود او د څیړونکو په باورله همدې کبله طالبان د برید مسولیت نه مني.

XS
SM
MD
LG