د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

بلخ: يوه سړي خپله ښځه ځانوژنې ته هڅولې


په شمال كې د بشر حقونو خپلواك كميسيون چارواكو پدې وروستيو كې په بلخ ولايت كې د ښځو د ځان وژنې، پر هغوى د جنسي تيري زياتوالي او له كور څخه يې پر تېښتو اندښنه څرګنده كړې وه او ويلي وو چې د ښځو په وړاندې د تشدد عاملينو ته د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا جزا نه وركول كيږي.

خو دا ځل د بلخ ولايت استيناف محكمې د يو علنې جلسې په ترڅ كې يو تن د خپلې مېرمنې په وړاندې د تاوتريخوالي په خاطر پر اووه كاله قيد محكوم كړ.

وهل ټكول، له كور څخه تېښته، په كورنيو كې د نجونو او ښځو په وړاندې تشدد، اجباري ودونه او ځان وژنې ته د ښځو هڅول هغه موارد دي چې د مېرمنو په وړاندې د تشدد اساسي كړنې بلل كيږي.

ملينه هغه مېرمن وه، چې څه باندې څلور مياشتې مخكې د كورنيو ستونزو له امله د خپل خاوند لخوا ځان وژنې ته هڅول شوې وه، او هغې ځان غرغره كړى و.

خو نن يې خاوند د بلخ استيناف محكمې لخوا پر اوه كال بند محكوم او حكم د بلخ استيناف محكمې مشر محمد سرور عزيزي ولولست:

"ته عبدالشكور د غلام محمد زوى دا چې خپله مېرمن ملينه دې دې ته هڅولې وه ترڅو ځان وژنه وكړي د تاوتريخوالي د منع قانون د ۲۱ مادې د موادو پر اساس ته پر اووه كاله بند محكوم شوې."

په همدې حال كې د ملينې خاوند عبدالشكور د بلخ استيناف محكمې پرېكړه عادلانه ونګله او وويل، چې شپږ ماشومان لري كه نوموړى بندي شي نو ماشومان يې بې سرپرسته پاتېكيږي.

"پر ما مې مېرمن ډېره ګرانه وه، زه شپږ ماشومان لرم، اوس په بند محكوم شوى يم ، زه بايد آزاد شم او ماشومانو څخه مې سرپرستي وكړم."

پداسې حال كې په بلخ ولايت كې يو كس د خپلې ښځې په وړاندې د تشدد ترسره كولو په خاطر په اووه كاله بند محكوميږي چې تردې پخوا هم په شمال كې د بشر حقونو خپلواك كميسيون چارواكي ورځ تربلې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

مجيب الرحمن حبيبزى، مزارشريف

XS
SM
MD
LG