د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

وردګ: د کابل د ۳ ښوونځیو درسي کیفیت په نړیوالو معیارونو برابرېږي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دې تړون له مخې د کابل ښارپه اماني،جمهوريت او عایشه دراني ښوونځیوکې به په نړیوالو معیارونو برابر زده کړه ورکول کیږي اوپه نورو ښوونځیوکې به هم زده کوونکي سالم رقابت ته وهڅول شي.

د پوهنې وزیر ډاکټر غلام فاروق وردګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې د جرمني د نړیوالې پراختیا ادارې سره د تفاهم لیک د لاسیلک پرمهال خبریالانوته وویل یادو لیسو ته به د کابل ښار د څلورمو او د ټول هېواد له اوومو ټولګیو څخه ممتاز زده کوونکي د نړیوالو معیارونو پراساس جذبیږي.

"د دې هوکړه لیک اساسي هدف د دریو اماني ،جمهوريت او عایشه دراني د لیسو علمي سطحه لوړل او په نړیوالو معیارونو برابرول دي ،د دغو مرستو ټولیزه بیه لس میلیونو یورو کیږي او د دې پروژې وخت شپږکاله دی، په دې سره به د دغو ښوونځیو نصاب تغیر وکړي،د تدریس موده یې زیاتیږي هم یې د ورځې درسي ساعتو او هم یې د کال په اوږدو کې د درس لوستلو وخت زیاتیږي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه د یادو ښوونځيو تعلیمي نصاب به دافغانستان د تعلیمي نصاب په پام کې نیولو سره په نړیوالو معیارونو برابرشي او ښوونکوته به یې هم لوړ معاشونه ورکول کیږي.

د پوهنې وزیر وایی چې په دې ښوونځیوکې به جرمني ژبه هم زده کوونکو ته د جرمني ښوونکو له خوا ښودل کیږي.

په کابل کې د جرمني سفیر مارټین جاګر وویل د دې پروژې عملي کیدل په افغانستان کې د تعلیمي نظام دبا کیفیته کېدو او پر نړیوالو معایرونو د برابرېدوپه برخه کې مهم ګام دی.

مارټین جاګر وايي دوی ته دا مهمه ده چې د هلکانو ترڅنګ افغان نجونو ته هم د زده کړې ښه زمینه برابره شي:

"دهغو همکاریو په دوام چې موږ یې کوو د دریو ښوونځیو د درسي کیفیت لوړول او پراختیا ورکول دي،د دې هدف دادی هغه کسان چې له دې لیسو فارغیږي هغو ته د افغانستان له سرحدونو د باندې د درس لوستلو اسانتیاوې برابرې شي،دغه ځوانان نه یواځې د افغانستان په ښو پوهنتونونو کې بلکې د نړۍ په پوهنتونونو کې هم ورته د درس لوستلو زمینه ورته برابره شي."

د ښاغلي جاګر په خبره د دې ښوونځیو په معیاري کولو سره به نه یواځې دکابل تکړه زده کوونکو ته په لوړ معیار د سبق ویلو زمینه برابره شي بلکې دټول افغانستان ممتاززده کوونکي به وهڅیږي چې له دوی سره سیالي وکړي.

اوسمهال د کابل ښار په اماني،جمهوریت او عایشه دراني لیسو کې نږدې شپږ نیم زره زده کوونکي سبق وایی چې۴۰ فیصده یې نجونې دي.

دافغانستان دپوهنې وزارت د چارواکو دمعلوماتو له مخې جرمني له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې دپوهنې په برخه کې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې.

دوی وايي یاد هېواد په افغانستان کې پنځه سوه پنځه پنځوس ښوونځي جوړ اوبیارغولي چې دا مهال په کې سلګونه زره زده کوونکي په سبق ویلو بوخت دي.

راپور:رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG