د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

نیویارک ټایمز: د عبدالله ډلې غوښتل ارګ او درې ولايتونه ونيسي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي که چیرې دامریکا جمهور رییس باراک اوباما دجمهوری ریاست نوماند عبدالله عبدالله ته په روستۍ شیبه کې ټیلیفون نه وای کړی نو پلویانو یې د ارګ او درې ولایتونو دنیولو او دموازي حکومت د جوړولو پلان عملي کاوه.

ورځپاڼه لیکي : کله چي دافغانستان انتخاباتی لانجه ژوره شوه او لویدیځو چارواکو څو اونۍ ځانونه ترې ګوښه ونیول ، جرمنان وو چی لومړى ځل یې خبرداری ورکړ چې د واک په سر یوه احتمالي مرګونې شخړه مخ په جوړیدو ده.

نیویارک ټایمز لیکي : جرمنانو یوه اونۍ مخکې ګواښ کړی وو که چیرې دبلخ والي استاد عطا محمد نور د عبدالله عبدالله په مشری جلا حکومت اعلان کړي نو جرمني به خپل هغه عسکر چې دافغان ځواکونو د روزنې لپاره یې ګمارلي ستانه کړي او مالی مرسته به هم بنده کړي. خو ډیر وخت نه وو تیر شوی چي د جرمنانو دغه اندیښنې ریښتیا وختې.

دبلخ والي چې د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون لخوا د مقدماتي نتایجو اعلان سخت په غوسه کړی وو دموازی حکومت خبره وکړه او ورپسې د عبدالله عبدالله نورو پلویانو هم ورته اعلانونه وکړل.

خو کله چي لویدیځ چارواکي په خپل عکس العمل کي ټکني شول نو هغه څه چې په زغرده ونه ویل شول دا وو چې دعبدالله عبدالله د ټیم ګواښونه د خبرو له مرحلې د اقداماتو پړاو ته داخل شوي وو.

د عبدالله عبدالله یوشمیر پلویانو او پخوانیو حکومتي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلی دعبدالله پلویانو د لږترلږه درې ولایتونو دنیولو او د هغه په امر دمظاهره چیانو په واسطه د ارګ لاندي کولو ته ځان تیاراوه.

خو فضل الرحمن اوریا د اصلاحاتو او همپالنی د ټیم یوه ویاند آزادی راډیو ته وویل چی دوی د کودتا پلان نه درلوده.

”کودتا چې په هر شکل او شیوه وي مردوده ده او نور افغانستان د کودتاوو ځای نه دى او نور قدرت د کودتا په واسطه نه نیول کیږي.زموږ مبارزه مدنی وه، ده او مدني به ادامه ولري“

دغه راز دعبدالله دعبدالله حقوقی مشاور او دټیم غړي فضل احمد معنوي آزادی راډیو ته وویل چې کودتا اصلا مطرح نه وه خو د دوی دټیم غړو دخپلو حقوقو په ترلاسه کولو ټینګار کاوه.

"د ډاکټر صاحب عبدالله په ټیم کي ځینې کسان شته چې په دې باور دي که چیرې یی حق ورنه کړل شي نو دوی کوم ضرورت نه لري چې د انتخاباتو کمیسیون کوم شی په دوی باندې په زور او ظلم ومني بلکه دوی خپله کولای شي خپل حق ترلاسه کړي"

نیویارک ټایمز لیکي دمقدماتي نتایجو له اعلان وروسته شپږ ورځې په تیرو دیارلسو کلونوکې دافغانستان لپاره ترټولوډیرې کړکیچنې ورځې وې .

لویدیځو او افغان چارواکو او دواړو انتخاباتی ټیمونو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ددغې اونۍ د سیاسي بی ساري بحران د تفصیلاتو په هکله چې د ګوندي جنګونو او دپخوانۍ بربادوونکې کورنۍ جګړې د زخمونو د تازه کیدو خطر په کې نغښتی وو څرګندونې کړي.

د پخوانیومجاهدینو قوماندانانو خلک دارګ په ضد هڅول اوډاډ یی ورکاوه چي د جمهور رییس حامد کرزي دساتونکو په شمول امنیتی ځواکونه په دوی ډزې نه کوي. دغو قوماندانانو باور درلوده چي اکثریت امنیتي ځواکونه له عبدالله عبدالله سره خواخوږي لري او جمهور رییس کرزی به خپلو ساتونکو ته د ډزو امر ونه کړي.

دعبدالله عبدالله دانتخاباتی ټیم مهم غړي فضل احمد معنوي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:

زموږ قوماندانان وايی چي مونږ مجبور نه یو چي دارګ کلی دانتخاباتو له کمیسیونه ترلاسه کړو . مونږ هلته تللی سو او خپله یی اخیستلای شو. هغه زیاتوي :

،، که چیرې ډاکټر عبدالله منلې وای نو څو ولایتونه او ارګ به دده دټیم لاس ته ورغلي وو.،،

ښاغلي معنوي او نورو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلی هغه ټیلیفون چې دامریکا جمهور رییس باراک اوبا ما دتیرې سه شنبې په ورځ عبدالله عبدالله ته وکړ دقدرت په بربادوونکې شخړه کې یې دبیباکانه اقداماتو مخه ونیوه.

جمهور رییس اوباما ښاغلي عبدالله ته خبرداری ورکړ چې د زور له لاری دواک دترلاسه کولو فکر دی نه کوي او دبهرنیو چارو دوزیر جان کیری تر ورتګه دې درې ورځې صبر وکړي.

ښاغلي معنوي ورځپاڼي ته ویلي چې دامریکا حکومت افغان ولس ته لوی خدمت وکړ.که چیرې دغه ټیلفوني مکالمه نه وای دچارو مخه نه نیول کیده.

په کابل کی دامریکا سفیر جیمز کننګهم په مستقیمه توګه تایید کړی نه ده چي له جمهور رییس اوباما او بهرنیو چارو وزیر جان کری سره له تماس مخکې به امریکایی چارواکي په ارګ باندې د ورختلو له پلان خبروو خو دومره یی ویلي چې د سختوعاجلو اقداماتو احساس پیدا شوی وو.

هغه نیویارک ټایمز ته ویلي:

،، مونږ ځکه په بیړه مداخله وکړه ترڅو دوی وهڅو چي له خپلو نورو اقداماتو چې زه یی منم چي هیواد به یې له مصیبت سره مخامخ کړی وو لاس واخلي . دامریکا سفیر محدود شمیر خبریالانو ته ویلی چې وضعیت عادی نه بلکه دومره جدي وو چي دامریکا د جمهور رییس او بهرنیو چارو وزیر مداخله یی ایجاب کړه.

XS
SM
MD
LG