د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

سالارزی: نړېوال څارونکي باید ژر کابل ته راواستول شي


وروسته له هغې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رایو دبیا تفتیش په اړه د ځنډ خبر ورکړ؛ په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر یا یوناما له نړیوالو څارونکو غواړي چې؛ خپل څارونکي ژر دې هیواد ته را ولیږي.

په کابل کې د دې ادارې ویاند نظیف الله سالارزي د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د رایو تفتیش د ملي او نړیوالو څارونکو په حضور کې ترسره کړي.

"د ملګرو ملتونو سازمان له نړیوالو څارونکو غوښتنه کړې چې؛ د تفتیش پروسيې لپاره ژر تر ژره خپل څارونکي ولیږي؛ لکه څنګه چې تاسې خبر یاست د ملګرو ملتونو سازمان یو شمېر لارښوونې هم کړي چې، یو هم د رایو تفتیش دی، باید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رایو تفتیش د نړیوالو څارونکو، رسنیو، د ملګرو ملتونو د مشاورینو او کاندیدانو د استازو په حضور کې تر سره کړي."

د انتخاباتو د دویم پړاو پر سر د وروستیو جنجالونو په اړه د ملګرو ملتونو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په مینځګړیتوب د تېرې یکشنبې په شپه پرېکړه وشوه چې؛ تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پوري به د ټولو رایو د تفتیش پروسه پیل شي.

خو د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې؛ دا پرېکړه د کمیسیون له موافقې پرته د دواړو کاندیدانو؛ ملګرو ملتونو او امریکا په منځګړیتوب شوې.

نوموړي وویل چې، په کابل کې د رایو د څیړلو لپاره د یوه مناسب ځای نشتون ترڅنګ د ملګرو ملتونو استازي هم تري غوښتي چې؛ د نړېوالو څارونکو د راتګ پوري دا پروسه وځنډوي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو د څارنې موسسې مشر جانداد سپین غر وايي چې؛ د ښه شفافیت د تامین لپاره د دې پروسیې ځنډ به کومه ستونزه رامنځ ته نه کړي.

"زما په نظر مهمه خبره دا ده چې؛ په پروسه کې شفافیت تامین شي، ترڅو د پروسې اعتبار بېرته ترلاسه شي؛ که چېرې دا پروسه څو ورځې ورځنډول شي؛ کوم مشکل به رامنځ ته نه کړي، خو باید چې د رایو تفتیش په پوره شفافیت ترسره شي."

له بلې خوا د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو هم د رایو د تفتیش پرمهال د نړیوالو څارونکو د حضور غوښتنه کړې.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د نړېوالو څارونکو د نه راتګ له امله د رایو د تفتیش په اړه ځنډ رامنځ ته شوی؛ اروپايي ټولنې له دې پروسې څخه د څارنې لپاره د پوره چمتووالي خبر ورکړی.

د دې ټولنې مسوولینو ژمنه کړې چې؛ د انتخاباتو تر وروستۍ مرحلې پورې به د څارنې لپاره په افغانستان کې حضور ولري.

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ هم ویلي؛ چې د انتخاباتو د بیا تفتیش له پروسې نه به پوره څارنه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG