د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۵

امریکا روسیه اوکرایني بېلتون غوښتونکو ته د ټانکونو په ورکولو تورنه کړه


متحده ایالاتو روسیه تورنه کړې چې د اوکراین په ختیځ کې له بیلتون غوښتونکو سره د ټانکونو په شمول د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي.

د هغه سند له مخې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی؛ ویل کیږي چې، روسیه د دې هیواد په جنوب ختیځ کې د هغو ټانکونو په شمول چې ګټه ترې نه اخستل کیږي؛ پوځي تجهیزات راټولوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اندیښنه لري چې؛ هسې نه دا تجهیزات بیلتون غوښتونکو وسله والو ته ورسیږي.

امریکايي مقامات په دې باور دي چې؛ روسيي لا دمخه د اوکراین د حکومت وسله والو مخالفانو ته ټانکونه او د توغندیو د ویشتلو دستګاوې ورکړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وطارت وايي داسې شواهد او اسناد نه لري چې وښيي روسیې بیلتون غوښتونکو ته خپله مرسته بنده کړې ده.

په همدې حال کې ناټو وايي، روسیې له اوکراین سره پر پوله د خپلو سرتیرو شمیر د لسو نیولې تر دولسو زرو لوړ کړی دی.

له بلې خوا د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو وايي؛ هغه راپورنه ورته تایید شوي، چې وايي، روسيي افسران د اوکرایني ځواکونو پر ضد د وسله والو به بریدونو کې ونډه لري.

د اوکراین د دفاع وزیر ویلي، د دې هیواد یوه "اې اېن ۲۶" (AN25) ډوله الوتکه چې روانې جولای میاشتې په ۱۴ نیټه وغورځیده احتمالاً په هغې میزایل لګیدلې چې؛ د روسيې له خاورې ویشتل شوی دی.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع د شورا ویاند اندرې لیسینکو وویل:

"د اوکرایني پیلوټانو د معلوماتو له مخې دا پیښه په دوه ډول تفسیر کیدلای شي. دا میزایل د یوه عصري دافع هوا توپچي سیسټم په واسطه ویشتل شوی او یا د کومې روسي الوتکې چې د ملیرووا اډې څخه الوتې ایکس ۲۴هوا په هوا توغندی دی."

اخوا بیا د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د اروپا د امنیت او همکارۍ له شورا غوښتي چې؛ د روسيې او اوکراین د پولو د څارولو لپاره خپل څارونکي وساتي.

سرګې لافرووف د اروپا د امنیت او همکارۍ د شورا له مشر غوښتي؛ چې د اوکراین د حکومت او وسله والو بیلتون غوښتونکو تر منځ د اوربند لپاره بیا خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG