د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۲۹

د راتلونکې حکومت په اړه له ابهامه ډکې ډنډورې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ ترډېره د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د رایو د تفتیش او د راتلونکي حکومت پرڅرنګوالي لیکنې خپرې کړي.

ملي ارمان:

ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس له قوله ویلي چې؛ د رایو د تفتیش پروسه یوه ورځ شاته واچول شوه.

په دې اړه لیکنه کې د دې کمیسیون د رییس احمد یوسف نورستاني له قوله ویل شوي؛ چې د تفتیش لړۍ باید د ملي او نړیوالو څارونکو له خوا وڅارل شي؛ ترڅو شفافیت یې تضمین شي.

په مطلب کې راغلي چې، د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو ټولې رایې به د مشخصو معیارونو پراساس تفتیش شي.

په دې اړه لیکنه کې ویل شوي، د دې معیارله مخې که چیرې په یوه صندوق کې درې نوي فیصده رایې د یوه کاندید په ګټه کارول شوي وي باطلې به شي.

ویسا:

ویسا خپله سرمقاله "د راتلونکې حکومت په اړه له ابهامه ډکې ډنډورې" ترعنوان لاندې لیکلې.

لیکوال لیکلي، د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو له جوړجاړي وروسته خلک داسې انګیري چې د سیاسي نظام نوې نقشه منل شوې.

د سرمقالې لیکوال وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان دا واک نه لري چې؛ په نظام کې د بدلون پرسرموافقه وکړي.

د سرمقالې لیکوال څرګنده کړې چې؛ افغانستان دومره بې څوکه او بې وارثه نه دی چې، دوه تنه یا دوه ډلې له یوه بهرني میلمه سره برخلیک یې وټاکي.

ویسا په یوه بل مطلب کې د نړیوالو رسنیو له قوله لیکلي چې؛ د جمهوري ریاست دواړو کانددیدانو د اساسي قانون پرتعدیل موافقه کړې.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې اړه لیکلې چې؛ د ټولو رایو تفتیش دې په ټاکلي وخت بشپړشي.

د ورځپاڼې په لیکنه د رایو تفتیش باید په شفاف ډول ترسره شي او انتخاباتي کمیسیونونه له هره پلوه خپله بې طرفي وساتي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د څه باندې اته میلیونه رایو تفتیش کول باید د ملي او نړیوالو څارونکو په حضورکې ترسره او په دې برخه کې هیڅ ډول ځنډ خلکو ته د منلو وړ نه دی.

د هیواد په سرمقاله کې راغلي چې؛ افغانان له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او نور دا نشي زغملی چې، انتخاباتي ناندرۍ دوام وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې په غټو ټکو لیکلي چې؛ د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم د محمد محقق هغه څرګندونې رد کړې چې؛ بایلونکی کاندید به د حکومت د اجرایوي مشرپه توګه وټاکل شي.

په دې اړه لیکنه کې د تحول او تداوم ټیم د یوه ویاند نعمان شینواري له قوله ویل شوي؛ چې د اشرف غني احمدزي د بریالیتوب په صورت کې به احمدضیا مسعود د حکومت اجرایوي مشر وي.

سرنوشت خپله سرمقاله هم د انتخاباتي پروسې په اړه لیکلې او پوښتنه یې کړې چې، آیا په افغانستان کې انتخاباتي لانجه حل شوې.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د ملي یووالي د حکومت په تړاو د دواړو انتخاباتي ټیمونو او د عبدالله عبدالله د دویم مرستیال محمد محقق څرګندونو ته په پام داسې ښکاري چې؛ ممکن انتخاباتي شخړه په بشپړه توګه نه وي حل شوې.

چمتو کوونکی: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG