د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

افغانان خپل نظام بدلوي


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د انتخاباتي لانجې د حل په اړه چې د امریکا په منځګړتوب رامنځ ته شوی، مضمونونه خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې: افغانان خپل نظام بدلوي – ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي:

د افغانستان د انتخاباتې لانجې د حل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري په منځګړتوب د رامنځ ته شوي توافق له مخې چې ټولې رایي په په کې له سره وڅيړلې شي، په ارامۍ سره په ټول نظام کې ژور بدلون هم رامنځ ته کیږي. نیویارک ټایمز لیکي:

له څو کلونو راهیسي په افغانستان کې ریاستي نظام حاکم دی او ټول واک جمهور رئیس ته ورکړل شوی، دواړو کاندیدانو توافق وکړ چې په تدریجې ډول به د صدارت څوکۍ ایجادوي.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو د خبرو په دوام کې چې نه غواړي نومونه یي په ډاګه شي، لیکي:

که څه هم چې امریکایي چارواکو په تیرولسوکالو کې د داسې یوه قانون ملاتړ وکړ، چې ټول واک په کې یوه کس یعنې جمهوررئیس ته ورکړ شوی، دا وروستی توافق په دې خبرې یو ډول اعتراف دی چې په افغانستان کې له کلونو سیاسي بحران، قومي او تنظیمي دښمنیو وروسته د هېواد د یووالي لپاره صدراتې نظام مهم دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره د داسې یوه نظام پرچوکاټ توافق شوی، خو جزئیات یي نه دي په ډاګه شوي. نیویارک ټایمز لیکي:

کوم کاندید چې د څو اونیو څیړنې وروسته ګټونکی اعلانیږي، بایلونکی او یا د هغه له خوا معرفی شوی کس به د حکومت د اجرائیوي رئیس په دندې ټاکي او په صلاحیتونو به یي وروسته توافق کیږي.

بلې امریکایي ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال د افغانستان د جمهوري ریاست د رایو د بیا څیړنې پر مسالې یو مضمون خپور کړی او لیکي: په افغانستان کې په بې ساري ډول، له اتو میلونو زیاتې رایي له سره څیړل کیږي.

په دې کار به درې اوونۍ وخت ولګیږي او د نوي جمهور رئیس د لوړې مراسم به وځنډول شي. وال سټریټ ژورنال لیکي:

د انتخاباتو دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره په خبرو کې د رایو په بیاڅیړنې برسیره په دي هم توافق وکړ چې نتیجې به یي هم مني او ګټونکی کاندید به د ملي وحدت داسې حکومت جوړوي چې بایلونکی لوری به هم په کې وي. ورځپاڼه وړاندې لیکي:

دا چې عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو غږ پورته کړی، د افغانانو او نړېوالې ټولنې لپاره د رایو د بیا شمېرنې او څیړنې یو سخت ماموریت په مخکې دی. ورځپاڼه د دواړو کاندیدانو د مسولو کسانو له خولې لیکي:

نوی جمهور رئیس به د اجرایوي شوری رئیس چې د بایلونکي لورې څخه په ګوته کیږي، په رسمي ډول وټاکي.

XS
SM
MD
LG