د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۱

"ملي حکومت د وړتیاوو پربنسټ او که د مافیایي ونډو؟"


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډیر مطالب د وروستۍ انتخاباتي لانجې حل او د ملي یوالي پربنسټ د جوړېدونکي حکومت څرنګوالي او اغیزو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې سرلیک پیل کړې؛ "ملي حکومت د وړتیاوو پربنسټ او که د مافیایي ونډو".

ورځپاڼې په دې سرمقاله کې لیکلي، کله چې ټولې رایې په نړیوال معیار له سره شمیرل کیږي او ګټوونکی ولسمشر اعلانیږي، بیا نو د ملي یووالي حکومت څه معنی؟

ویسا په دې مطلب کې لیکي، که چیرې مخکې له مخکې د افرادو او مقامونو په اړه د دواړو کاندیدانو ترمنځ توافق شوی وي؛ دا د افغان ولس پر رایو ملنډې وهل دي.

د دې مطلب لیکوال سپارښتنه کړې، چې د ملي یووالي حکومت باید د استعدادونو او وړتیاوو پر بنسټ جوړ شي؛ نه د قومي او سمتي ټیکه دارانو په وسیله.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه مطلب کې لیکلي؛ چې امریکایانو خپل کار وکړ.

په دې مطلب کې راغلي، چې د ټاکنو له پیله هڅه کېده، چې انتخاباتي لانجه اوږده شي، ترڅو د بهرنیانو مداخلې ته لاره هواره شي.

سرنوشت په دې مطلب کې لیکلي، امریکا هڅه کوله چې د ولسمشر حامد کرزي په خبره (زده او زخمي ) ولسمشر واک ته ورسوي او د ورځپاڼې په باور په وروستي اقدام سره ګټونکی کاندید زده او زخمي شو.

ورځپاڼې لیکلي، چې اوسمهال د ټولو رایو له سره تفتیش او شمیرل هم یوه ډرامه ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې ای کاش حامد کرزي ته آفرین ویل شوي وای.

ملي ارمان په دې مطلب کې لیکلي، چې افغانانو د انتخاباتو د ستونزو هغه غوټه، چې په لاس خلاصیدله د بهرنیانو په غاښونو خلاصه کړه.

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، یوځل بیا د افغانستان د انتخاباتو د ډګر فاتح شو.

ملي ارمان لیکلي، که د انتخاباتو ستونزه حامد کرزي هواره کړې وای؛ خلکو به ده ته آفرین ویل، خو اوس چې جان کیري دا ستونزه هواره کړه نو آفرین باید هغه ته وویل شي.

محور:

محور نادولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، ملي حکومت څه معنی؟

ورځپاڼه لیکي، معلومات په ډاګه کوي، چې د لویې جرګې په خیمه کې د موازي حکومت د اعلان لپاره د عبدالله عبدالله په پریکړه کې امریکا ښکیله وه.

ورځپاڼې لیکلي، چې د کاندیدانو ترمنځ وروستۍ موافقه د افغانانو په وړاندې یوه توطئه وه، ترڅو په خپلو رایو بې باوره شي.

ورځپاڼې د دې مطلب په پای کې لیکي، چې له وروستۍ پریکړې نه حامد کرزی هم ناخوښه دی او زیاتوي، چې اشرف غني احمدزي هم د افغانستان د ثبات لپاره د زهرو یو جام پورته کړ.

XS
SM
MD
LG