د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

نورستاني: د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش سبا پیلیږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش د سې شنبې په ورځ پیلوي.

د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشرانو پرون د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي استازي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د دې خبرې د اعلان ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د رایو تفتیش به د افغانان کوي خو د ملګري ملتونه به د ډېرې سختې څارنې او تخنیکي اسانتیاوو په برخو کې مرسته ورسره کوي.

د افغانستان د انتخاباتو مسوول چارواکي او ملګري ملتونه وايي، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو تفتیش به د سې شنبې په ورځ پیل شي او تر سختې نړېوالې څارنې لاندې به درې اونۍ دوام وکړي.

د دوهم پړاو انتخاباتو د سل په سلو کې رایو د تفتیش پرېکړه د شنبې ورځې په ماښام له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري له کتنې وروسته وشوه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشراحمدیوسف نورستاني پرون وویل، چې د ټولو رایو تفتیش ښايي درې اونۍ وخت ونیسي.

ښاغلي نورستاني چې؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون له مشر عبدالستار سعادت سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، د سل په سلو کې رایو د تفتیش لپاره سل کاري ډلې جوړې شوي:

″دا سل ډلې به د ورځې د زرو صندوقونو تفتیش کوي چې که له مهالوېش سره سم پرمخ ولاړ شي انشاالله د دریو اونیو په اوږدو کې به دا تفتیش بشپړ شي او نتایج به یې اعلان شي. دا نتایج باید دواړو کاندیدانو ته د منلو وړ وي چې همداسې یوه موافقه یې کړې هم ده.″

ښاغلي نورستاني وویل، د یو شمېرمفتشانو روزنه به نن پیل شي او د اړتیا په صورت کې به د ولایاتو کارکوونکي هم راوبلل شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي وویل، د تفتیش پر بهیرڅارنه باید کورني او په تېره نړېوال څارونکي وکړي.

یان کوبیش وویل، ملګري ملتونه به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي څو د تفتیش بهیر په سم ډول ترسره شي.

ده که څه هم یادونه وکړه چې تفتیش د انتخاباتو د مسوولو کمیسیونو نو دنده ده خو ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه به د نړیوالو څارونکو په رابللو سره د تفتیش پر دې بهیر جدي څارنه وکړي.

وروسته له دې چې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون رییس عبدالستار سعادت د انتخاباتو د مسوولو کمیسیونو پر خپلواکۍ او د انتخاباتو په چارو کې د بهرنیانو د نه لاسوهنې پر اړتیا ټینګار وکړ ښاغلي کوبیش یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د رایو د تفتیش په بهیر کې د ملګروملتونو ونډه به د مرستې وي نه د مداخلې خو ویې ویل چې دا څارنه به جدي وي:

″دا تفتیش د افغانستان د قوانینو له مخې د انتخاباتو د کمیسیون مسوولیت دی. څه چې په پام کې دي دا دي چې تر یوه ډېر متمرکز او د ټولو په ګډون نړېوال تماس او څارنې لاندې به حتما یوناما نه بلکې ملګري ملتونه د اړتیا په صورت کې یولړ سپارښتنې او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.″

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي همداراز زیاته کړه چې له اروپايي ټولنې او د ملي ډیموکراتیک انستیتیوت له نړیوالې موسسې سره یې تماسونه نیولي څو خپل لسګونه څارونکي د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د تفتیش په ماموریت کې د ګډون لپاره افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG