د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

قادري: نږدې ۶۰سنله کسان له بې کارۍ څخه کړیږي


د افغانستان د کارګرانو اتحادیه وايي چې شاوخوا شپیته فیصده د کار د شرایطو وړ کسان په دې هیواد کې له بې کاریو رنج وړي.

د کابل واشنګټن تر منځ د دفاعي او امنیتي سند لاسلیک کې ځنډ او وروستنۍ انتخاباتي ستونزې هغه عوامل دي چې؛ د افغانستان د کارګرانو د اتحادیې په وینا په هیواد کې د پانګوونې د کمیدو سبب شوي دي.

د دغې اتحادیې ریس معروف قادري د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پانګونې کمیدلو له امله په هیواد کې د کار پر شرایطو برابر شاوخوا شپیته فیصده کسان یا بې کاره دي او یا لنډمهاله کارونه لري.

ښاغلي قادري هیله وښوده چې، د انتخاباتي کړکیچ له حل سره ټول پانګه وال بیرته اطمینان حاصل او په افغانستان کې پانګونه پیل کړي.

"موږ امید لرو، چې داخلي او بهرنیو پانګوالو اطمینان حاصل کړی وي چې؛ افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي، تر څو زموږ زیات شمېر بې کاره ځوانان په کار بوخت شي؛ موږ اندیښمن یو، چې زموږ خلک ورځ په ورځ د غربت په لوري روان دي."

ښاغلی قادري وايي، څه موده وړاندې د بګرام په هوايي اډه کې څه باندې دیرش زره کارګر له کاره ګوښه او د هیواد د بې کاره کسانو سره یو ځای شول.

د افغانستان د کارګرانو اتحادیې رییس وايي؛ که پانګه وال او ساختماني شرکتونه په هیواد کې بیا په فعالیت پیل وکړي د هیواد ډیری بې کاره کسانو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګری او صنایع خونې چارواکي له هیواد نه د پانګې د وتلو مساله تایدوي او وايي چې، په دې وروستیو کې د افغانستان د تجارت کچه شل فیصده کمه شوې ده.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل؛ دوی هیله مند دي، چې د انتخاباتي ستونزې له حل وروسته به کورني او بهرني سرمایه اچونکي یو ځل بیا پانګونې ته زړه ښه کړي.

"که چیرې وضعیت ښه شي او رښتیا هم قانوي حکومت راشي؛ افغانان او بهرنیان په دې مطمین شي چې، دلته قانون حکومت کوي او فساد له منځه تلونکی دی؛ نو په دې صورت کې سرمایه داران او پانګه وال بیرته افغانستان ته راځي او حتما پانګونه کوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي چې؛ دا مهال په هیواد کې په شرایطو برابر د کار لس ملیونه کسان شته چې له دې جملې نږدې څلورنیم ملیونه یې له بې کاري نه کړیږي.

یو شمیر اقتصادي کارپوهان وړاندیز کوي چې نوی حکومت دې د بیکارې ستونزې د حل لپاره دې بنسټیزې پروژې عملي کړي؛ که نو د بیکاری ستونزه به د وخت له تیریدو سره د افغانستان لپاره یو بل سرخوږی شي.

XS
SM
MD
LG