د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۶

د عراق پارلمان خپله عمومي غونډه تر سې شنبې وځنډوله


دغه پارلمان نن د يوه نوي حکومت پر تشکيل غونډه وکړه، خو غونډې يوازې نيم ساعت دوام وکړ او بې نتيجې پايته ورسېده.

د عراق پر پارلمان فشارونه دي چې ژر تر ژره خپل رئيس، د عراق لپاره ولسمشر او صدراعظم وټاکي.

دا د نوي حکومت د تشکيل لپاره لومړى ګام بلل کېږي.

عراقيان هيله من دي چې په دې اقدام سره د سني سخت دريځو وسلوالو د حملو مخنيوى وشي.

د عراق پارلمان د يکشنبې په ورځ نوي حکومت ته د رايې ورکولو پر مسئله غونډه وکړه، خو غونډې يوازې نيم ساعت دوام وکړ او بې نتيجې پايته ورسېده.

د عراق د پارلمان لنډمهاله مشر مهدي حافظ د حکومت د درېيو لوړو پوسټونو پر کانديدانو د توافق د نشتوالي له کبله غونډه پايته رسېدلې اعلان کړه او غونډه تر سې شنبې وځنډېده.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نيکولاى ملادينوف خبردارى ورکړ، که د پارلمان پر ډلو- ټپلو وېشل شوي وکيلان د يکشنبې په ورځ د نوي حکومت د تشکيل په برخه کې پرمختګ ونه کړي، عراق به له کړکېچ سره مخامخ شي.

د عراق پارلمان خپله لومړۍ غونډه دوولس ورځې مخکې جوړه کړې وه خو وکيلان د حکومت درېيو لوړو پوسټونو ته د کسانو په ټاکلو کې سلا نه شول.

په همدې حال کې سپينه ماڼۍ وايي د امريکا د ولسمشر مرستيال جو بايډن د شنبې په ورځ د کردستان د نيمه خپلواکې سيمې له مشر مسعود بارزاني سره خبرې وکړې.

دواړو چارواکو په عراق کې د نوي حکومت د جوړېدو پر اړتيا او د ځمکې پر د شخړو پر سوله ييز حل بحث وکړ.

په يوه هيله بخښونکي پرمختګ کې د عراق عمده سني ائتلاف د شنبې په ورځ سليم الجبوري د پارلمان لپاره د دې ائتلاف د کانديد په توګه وټاکه. جبوري يو منځلارى اسلامپال دى.

پر نوري المالکي چې له ٢٠٠٦م کال راهيسې د عراق صدراعظم دى فشارونه دي، څو له واک څخه ليرې شي.

د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې د مالکي د حکومت کمزورۍ په عراق کې دننه او بهر د ملي يووالي د ټينګښت او په دې هېواد کې د بحران د حل لپاره د حکومت پر وړتياوو شکونه زيات کړي دي.

د مالکي مخالفان او د ده ځينې پخواني متحدان، دى د قدرت په انحصار او د سنيانو په منزوي کولو تورنوي.

خو د عراق صدراعظم تر اوسه پورې نه دى تيار چې له واک څخه ليرې شي.

XS
SM
MD
LG