د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

کابل ښاریانو د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د شوې موافقې هرکلی وکړ


د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو د انتخاباتي کړکیچ د حل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري له پراخو هڅو هرکلی وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره د پرله پسې خبرو وورسته تیره شپه وتوانید چې؛ دواړه کاندیدان د ټولو رایو پر بیا څېړنه او په نتیجه کې د یوه ملي یووالي حکومت په جوړولو سلا کړي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې له دې پریکړې هرکلی کوي:

"۱- زما نوم سیداجان دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر ډېر ګټور و؛ ځکه چې دا حالت بحران طرف ته روان و؛ نو انشاء الله چې له دې وروسته به حالت ښه کیږي او دواړه سره توافق ته رسیدلي دي.

۲- زما نوم شاه اغا دی. په دې وروستیو کې ټول کارونه په ټپه دریدلي؛ قیمتي ورځ تربلې اوج ته رسیږي؛ نو اوس چې دوی سره توافق وکړ، موږ خوشاله یو چې دا وضیعت به نور ښه شي."

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه جنجالونه وروسته له هغه پورته شول چې؛ د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله ادعا وکړه چې؛ په دویم پړاو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي.

نوموړي ویلي وو، چې له انتخاباتي کمیسینونو سره به ترهغې خپلې اړیکې ځنډوي چې پاکې رایې له ناپاکو څخه بیلي نشي.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تیرې دوشنبې په ورځ د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل چې له مخې اشرف غني احمدزي له خپل سیال عبدالله عبدالله څخه مخکې و؛ خو ښاغلي عبدالله دغه نتایج د تقلب په اساس وبلل او د یوه موازي حکومت د جوړلو خبره یې مطرح کړه.

له دې خبرو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته راغی او له دوو ورځو خبرو وروسته پرون د افغانستان دجمهوري ریاست دواړه کاندیدان د دویم دور د انتخاباتو د ټولو رایو پر بیا څیړنه سلا شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي؛ دواړو کاندیدانو پرلپسې خبرو کې پر دې موافقه کړې چې؛ د دویم دور انتخاباتو ټولې رایې به له سره څیړل کیږي او همدارنګه یې ومنله چې، که له دوی نه هر یو ولسمشر شي د ملي وحدت پر بنسټ به یو ملي حکومت رامنځ ته کړي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي هم له کاندیدانو غواړي چې؛ د رایو د بیا شمېرلو وروسته ګټونکي کاندید ته مبارکي ورکړي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

ټاکل شوې چې، د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د رایو بیا څیړنه به په کابل کې ترسره شي او د ولایتونو څخه به د ایساف په مرسته د رایو ټول صندوقونه کابل ته انتقالیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي چې؛ د رایو څیړنه به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړیوالو څارونکو په مرسته د کاندیدانو د استازو په حضور کې ترسره شي.

د ښاغلي کري په وینا، د رایو دا تفتیش به د نړۍ پر لوړو معیارونه ترسره شي څو پر دې پروسه د خلکو باور بیرته پرځای شي.

XS
SM
MD
LG