د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د ټولو رايو شمېرل به د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کړکېچ کم کړي


جان کري او اشرف غني احمدزى
جان کري او اشرف غني احمدزى

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتي لانجې پر حل يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: د ټولو رايو شمېرل به د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کړکېچ کم کړي.

د مقالې په پيل کې راغلي، د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو ټولې رايې بيا شمېرل کېږي او دا مسئله د دواړو مخکښو کانديدانو ترمنځ د خطرناکې مناقشې په حل کې يو لوى پرمختګ ښيي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري چې د دواړو کانديدانو ترمنځ يې منځګړيتوب کاوه، د شنبې ناوخته د دې خبر د اعلان پر مهال وويل، ټولې کارول شوې اته مليونه رايې به بيا وشمېرل شي.

ګارډين د مقالې په دوام د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله سره د جان کري خبرو ته اشاره کوي او ليکي: دغه خبرې د تړلو دروازو تر شا وشوې خو ستونزمنې وې.

ورځپاڼه ليکي، تر دغو خبرو وروسته هغه خبري کنفرانس چې په پام کې و، ١٣ ساعته وځنډېد او دا څرګندوي چې دواړو لوريو خپل پخواني کلک دريځونه نرم کړل، پر يوه جوړجاړي سلا شول او ويې منله چې د رايو د شمېرنې نتيجې ته به درناوى کوي. دا هغه موضوع وه چې د ورځپاڼې په باور پخوا يې عبداله منلو ته تيار نه و.

د ګارډين په حواله، په توافقاتو کې د ”ملي يووالي“ د حکومت تشکيل هم شامل دى چې د انتخاباتو بايلونکي به هم په کې برخه لري، حال دا چې پخوا غني د بريا په صورت کې د قدرت د شريکولو موضوع ردوله.

ډېلي نيوز:

د امريکا ډېلي نيوز ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتي لانجې د پايته رسېدو پر موافقه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو دواړو سيالو کانديدانو د رايو له بيا شمېرلو سره موافقه وکړه.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي: د غبرګولي يا جوزا د ٢٤مې نېټې د انتخاباتو د نتايجو په اړه ولاړ شوي غيريقيني حالت د افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د ستراتيژۍ عمده برخه له خطر سره مخامخ کړې وه.

هغه ستراتيژي تر شا د داسې يوه افغانستان پرېښودل و، چې د امريکا د اکثريت جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته هم باثبات وي.

هندوستان ټايمز:

له هندوستانه خپرېدونکې هندوستان ټايمز ورځپاڼې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان انتخاباتي کشالې ته اشاره کړې ده.

د مقالې په يوه برخه کې راغلي: د دويم ځلي انتخاباتو د نتايجو پر سر ولاړ شوي کړکېچ په افغانستان کې د قدرت د سوله ييز انتقال په اړه اندېښنې په داسې حال کې زياتې کړې وې، چې ټاکل شوې د امريکا په مشرۍ نړيوال پوځيان له طالبانو سره تر ١٢ کلنې جګړې وروسته له دې هېواده ووځي.

هندوستان ټايمز د مقالې په دوام زياتوي: واشنګټن هڅه کوله چې دغه انتخاباتي لانجه ژر حل کړي، ځکه امريکا غواړي له افغانستان سره امنيتي تړون ژر لاسليک کړي.

د دې تړون له مخې يوشمېر امريکايي پوځيانو ته په مشروط ډول تر ٢٠١٤م کال وروسته هم په افغانستان کې د پاتې کېدو زمينه برابرېږي.

ورځپاڼه ليکي، ولسمشر حامد کرزي د شنبې په شپه په يوه کنفرانس کې وويل د انتخاباتي لانجې د حل هرکلى کوي او هيله من دى چې د رايو بشپړ شمېرل ژر پيل شي.

XS
SM
MD
LG