د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۹

انتخاباتي کمیسیونونه: د کاندیدانو ترمنځ د شوې موافقې هرکلی کوو


د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونو د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ له شوې موافقې هرکلی وکړ او دا یې د انتخاباتي شخړې د حل ښه لاره وبلله.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرداسې یوه پلان کار پیل کړی چې؛ له مخې به یې د څه باندې اته ملیونه رایو تفتیش او څیړنه پرمخ ولاړه شي.

د دې کمیسیون چارواکي وایي چې؛ دا پلان به نن د دې کمیسیون له خوا تایید شي او د سې شنبې تر ورځې به د ټولو رایو د تفتیش عملي کار پیل شي.

د افغانستان د انتخاباتود خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې؛ د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه د دې کمیسیون په مشرۍ پرمخ بیول کیږي:

"ټوله پروسه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا پرمخ بیول کیږي؛ ملي او نړېوال څارونکي یوازې له پروسه نه څارنه کوي.

دا پروسه د انتخاباتو د خپواک کمیسیون په مشرۍ پرمخ ځي؛ هیله لرو چې، سرله بل سبا نه دا پروسه عملاً پیل کړو او په بریالۍ توګه سرته ورسیږي."

ده څرګنده کړه چې، د دې کار لپاره د سلو په شاوخوا کې تخنیکي کارکوونکي په دوه یا درې کاري ټیمونو کې د انتخاباتود خپلواک کمیسیون له خوا ګمارل کیږي او دا پروسه به د ملي او نړیوالو څارونکو او د کاندیدانو د استازو په حضور کې ترسره کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو دواړو کاندیدانو له ډېرو ناندریو وروسته د یکشنبې په شپه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرپه مینځګړیتوب موافقه وکړه چې؛ ټولې رایې دې تفتیش شي او ګټونکی کاندید دې د ملي وحدت حکومت جوړ کړي.

دوی همدا راز وویل چې، له ولایتونو څخه دې د رایو ټول صندوقونه د آیساف ځواکونو په مرسته کابل ته را ولیږدول شي او رایې دې ټولې د کاندیدانواو نړیوالو څارونکو په حضورکې تفتیش او وڅیړل شي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونود کمیسیون ویاند نادرمحسني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د رایو د تفتیش پروسه به په جدي توګه دوی څاري او په دې برخه کې به د قانون له مخې شکایتونه وڅیړي:

"موږ په دې پروسه کې د قانون له احکامو سره سم مرکز ته د رایو د صندوقونو د لیږد له پروسې نه څارنه وکړو.

د تفتیش ځای ته به هم موږ خپل څارونکي واستوو او دا پروسه به هم په بشپړ ډول وڅارو.

هرډول شکایت چې د دې پروسې په اړه موجود وي؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به د رایو له پلټنې وروسته ورته رسیدګي وګړي."

ښاغلي محسني ټینګاروکړ چې، د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د ټولو رایو له تفتیش نه وروسته به وروستۍ پریکړه د قانون پراساس د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وایي چې؛ د څه باندې اته ملیونه رایو تفتیش به په نړیوالو معیارونو ترسره کیږي او دا پروسه ممکن درې یا څلور اونۍ وخت ونیسي.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG