د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۶

اشرف غني او عبدالله د ټولو رایو په شمېرلو او د ملي یوالي حکومت پر جوړولو سلا وکړه


له څو اونیو کړکیجچ او ناندور وروسته پرون د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړه کاندیدان د دویم دور د انتخاباتو د ټولو رایو پر بیا څیړنه سلا شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي؛ د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړو کاندیدانو په کابل کې په دوه ورځې پرلپسې خبرو کې پر دې موافقه وکړه؛ چې د دویم دور انتخاباتو ټولې رایې به له سره څیړل کیږي او همدارنګه یې ومنله چې که له دوی هر یو ولسمشر شي د ملي وحدت پر بنسټ به یو حکومت رامنځ ته کړي.

جان کري دا خبرې تیره شپه په کابل کې په هغه خبري غونډه کې وکړي چې؛ د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله یې هم تر څنګ ولاړ وو.

جان کرې وویل:

”ملي یووالي ته په پام، د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړو کاندیدانو توافق وکړ چې؛ د رایو د تفتیش نتیجه به مني او د انتخاباتو ګټونکي به ولسمشر کیږي او په فوري توګه به د ملي یووالي یو حکومت جوړوي.“

عبدالله عبدالله چې د انتخاباتو لومړني نتایج یې رد کړي و پرون د سل په سلو کې رایو د بیا څیړنې او د ملي وحدت پر بنسټ د یو حکومت د جوړولو په اړه وویل:

”موږ ژمنه وکړه، چې د رایو د تفتیش د پروسې له بشپړیدو وروسته د ملي وحدت د یو حکومت جوړول پیلوو او ان شا‌ء الله چې موږ دا د افغانستان او د ملي یووالي د ټینګښت په ګټه بولو او په دې اړه توافق ته هم رسیدلي یوو.“

اشرف غني احمدزي هم ورته خبره وکړه او نوموړي هم د ټولو رایو له څیړنې وروسته د ملي وحدت پر بنسټ د یو حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ:

"له لومړۍ ورځې څخه مې چې ځان کاندید کړ، په دې عقیده وم چې، هغه فورمول چې د انتخاباتو ګټونکی ځان د هر څه مالک وګڼي په افغانستان کار نه ورکوي.

د خوشبختۍ ځای دی، چې جلالتماب ډاکټر صاحب عبدالله او ما موافقه وکړه، چې د نتیجو تر اعلان وروسته د ملي یوالی یو حکومت به جوړ کړو؛ څو د ټولو افغانانو خدمت وکړای شو."

د ولسمشرۍ د څوکۍ دواړو کاندیدانو د افغانستان له اوسني ولسمشر څخه وغوښتل چې؛ د رایو د بیا څیړنې لپاره دې د مناسب وخت د برابرولو په خاطر د نوې ولسمشر د لوړې مراسم وځنډوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو تر منځ د دې توافق هرکلی کړی دی.

ولسمشر کرزي تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش سره له خبرو وروسته په یوه خبرې غونډه کې وویل؛ زه د دې اعلان هرکلی کوم او هیله لرم چې، د سل په سلو کې رایو څیړنه به هر څومره زر چې ممکنه وي پیل شي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي هغه لیک هم خپور کړی چې؛ په کې یې له نوموړي څخه د دواړو کاندیدانو اشرف غني او عبدالله په استازیتوب غوښتي د نوي ولسمشر د لوړې مراسم د اګست له دویمې نیټې تقریباً یوه میاشت شاته وغورځوي.

جان کري خبریالانو ته وویل چې؛ د رایو بیا څیړنه به په کابل کې کیږي او د ولایتونو څخه به د ایساف په مرسته د رایو ټول صندوقونه کابل ته انتقالیږي.

د رایو څیړنه به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړیوالو څارونکو په مرسته د کاندیدانو د استازو په حضور کې ترسره شي.

جان کري ویلي، د رایو دا تفتیش به د نړۍ پر لوړو معیارونه ترسره شي؛ څو پر دې پروسه د خلکو باور بیرته پرځای شي.

XS
SM
MD
LG