د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې؛ په راتلونکو څو ساعتو کې د افغانستان لپاره داسې یو حل وموندل شي چې؛ د دې هېواد د ولسمشرۍ انتخابات پر هغه لاره بدل شي چې؛ شدیده اړتیا ورته لري.
جان کري په کابل کې خبریالانوته ویلي؛ په افغانستان کې د امریکا راتلونکې ګټې د افغانستان د دې ډيموکراټیکې پروسې [انتخاباتو] په بریالیتوب پروې تړلی دی.
د متحدوایالاتو بهرنیوچارو وزیر ټینګار کړی چې؛ امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې د خپلو عسکرو له ځای پر ځای کولو سره نه بلکه د افغانانو له راتلونکي ثبات سره تړلې ګڼي.
جان کري وویل:
"امریکا دلته د ډیرې علاقمندۍ یو عمده ټکی لري او هغه د افغانستان خلک دي او دا چې د همدې افغانستان خلک داسې یو حکومت ولري چې؛ ټول ولس یې د یوې مشروع او ډیموکراټیکي پروسې پر اساس په رسمیت وپيژني.
موږ متحد، باثباته او ډیموکراټیک افغانستان غواړو. د افغانستان جمهور رییس که هر څوک وي، دا مهمه ده چې افغانان يې په رسمیت وپيژني او د یوې مشروع پروسې له لارې واک ته رسیدلی وي."
جان کري نن د دوهمې ورځې لپاره په کابل کې له کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره خبرې کوي؛ څو د انتخاباتو پر سر لانجې ته د حل لاره پيدا کړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر پرون کابل ته ورسید او له جمهور رییس حامد کرزي سره یې ولیدل.
کري وویل، هیواد یې په افغانستان کې د سولې د داسې پروسې د رامنځ ته کولو هڅې کوي چې؛ هر هغه چا ته چې د افغانستان رهبري اخلي مشروعیت ورکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړې چې؛ په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهم دور نتایج ابتدايي دي او لا تر اوسه نهايي شوي نه دي؛ نو په داسې وخت کې باید هیڅ لوری د بري ادعا ونه کړي.