د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

فارن پالیسي: د سناتورانو لپاره عراق د افغانستان مقدمه ده


د امریکا چاپ فارن پالیسي خپرونې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت او انتخاباتي لانجو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د امریکا فارن پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې؛ "د سناتورانو لپاره عراق د افغانستان مقدمه ده" ترسرلیک لاندې یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په پیل کې یې لیکي:

د پنجشنبې په ورځ امریکایي سناتورانو د افغانستان لپاره د امریکایي ځواکونو د نوي قوماندان د تایید په استماعیه غونډه کې له هغه څخه په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتي لانجې او یا پراخ اداري فساد په اړه چې دواړه په دې هېواد کې د متحده ایالاتو لاسته راوړنو ته ګواښونه دي، پوښتنې ونه کړي، بلکه له جنرال جان کیمپبل څخه یې د عراق په اړه چې ځینې برخې یې د اسلامي وسله والو تر واک لاندې دي؛ پوښتنې وکړي.

دغو وسله والو د عراق امنیتي ځواکونه چې امریکا ورباندې له ۲۵ میلیاردو ډالرو زیات مصرف کړی؛ لاندې کړي دي.

فارن پالیسي خپرونه لیکي، د امریکا د سنا د وسله والو خدمتونو کمیټې په استماعیه غونډه کې د افغانستان د پوځ په بریاو خبرې وکړې چې؛ د حمل او جوزا میاشتو په انتخاباتو کې یې تر ډیره حده امنیت ټینګ کړی و؛ خو دا وېره هم ورسره ده چې؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ممکن په دې هېواد کې هغه څه پیښ شي؛ چې په عراق کې رامنځ ته شوي دي.

خپرونه وړاندې لیکي، د دې لپاره چې افغانستان د عراق په څیر برخلیک سره مخامخ نه شي؛ سناتورانو له جنرال کیمپبل څخه وغوښتل؛ خپله اروزنه دې وړاندې کړي چې؛ امریکایي عسکر باید کله او په کوم سرعت له افغانستان څخه ووځي. که څه هم چې جمهور رییس بارک اوباما پتیلې چې تر ۲۰۱۷ م کاله پورې به ټول امریکایي عسکر له دې هیواده وباسي.

خپرونه لیکي، سناتور انګوس کینګ Angus King په استماعیه غونډه کې جنرال کیمپبل ته وویل؛ فکر کوم، ستاسې د ماموریت یوه دنده به دا وي چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو د اغیزمنتیا او چمتووالي جاج واخلۍ او دا ځکه چې په عراق کې د روانې وضعې او پوځ د ړنګېدو یوازینی علت د سوریې او شام اسلامي دولت وسله وال نه دي.

سناتور جو ډانیلي وویل، کوم جنرالان چې امریکا په عراق کی روزلې وو؛ پر ځای یې هغه کسان وټاکل شول چې؛ له صدراعظم نوري المالکي سره نږدي سیاسي تړاو لري؛ موږ غواړو ډاډمن شو چې، دا کار به په افغانستان کې نه تکراریږي.

خپرونه لیکي، جنرال کیمپبل د سنا غونډې ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: "زه نه غواړم کوم څه چې په عراق کې پیښ شوي؛ هغه دې په افغانستان کې هم پیښ شي."

فارین پالیسي په یوې بلې مقالې کي د افغانستان انتخاباتي لانجې په تفصیل سره څيړلي او په یوه برخه کې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي جیمز ډابنز هغو څرګندونو ته اشاره کړې؛ چې ویلي یې وو، په افغانستان کې د قدرت شراکت یا پراخ بنسټه حکومت اړین دی او خبرداری یې ورکړی چې؛ یو ګټونکی کاندید په افغانستان کې د ستونزو حل نه دی.

خپرونه لیکي، د ډابنز دا څرګندونې ممکن په واشنګټن کې معقولیت ولري؛ خو په افغانستان کې هیڅ مفهوم نه لري. دواړه کاندیدان د بري ادعا کوي او هر یو که سازش ته زړه ښه کړي؛ دا به ګټونکي ته د تسلیمۍ یا د هغه د ګټنې د منلو په معنی وي.

فارن پالیسي زیاتوي، عبدالله عبدالله وایي، په انتخاباتو کې درغلۍ شوې او له درغلیو څخه د ډکو نتیجو د منلو پرځای؛ هر ډول سختو اقداماتو ته چمتو دی. په خبري کنفرانس کې د احمدزي د پخلاینې لهجه هم باید چې د تسلمېدو په معنی غلطه تعبیر نه شي.

د خپرونې په باور، که د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته د جوړجاړي یا ګډ حکومت په مقصد تللی وي؛ نو ممکن ناهیلی او خپه بېرته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG