د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

احمدزی: د عبدالله د اعتماد د جلبولو لپاره د رایو هراړخیزتفتیش ته چمتو یم


د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزی وايي چې؛ د خپل سیال عبدالله عبدالله د اعتماد د جلبولو لپاره د رایو هر ډول تفتیش ته چمتو دی.

ښاغلي احمدزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره په کتنه کې چې د ولسمشرۍ له دوهم پړاو انتخاباتو وروسته د راغلي بحران د حل لپاره په کابل کې دی په دې اړه څرګندونې کړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرجان کري سره په کتنه کې ویلي دي چې؛ دی د دوهم پړاو انتخاباتو د رایو د سخت او پراخ تفتیش له لارې د خپل سیال عبدالله عبدالله اعتماد جلبول غواړي.

کري تېره شپه کابل ته ورسېد څو د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دوهم پړاو وروسته د رامنځ ته شوي بحران په حل کې مرسته وکړي.

اشرف غني احمدزي له ښاغلي کري سره د کتنې په پیل کې وویل، موږ ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو بهیربه سالم وي او هغه مشروعیت به ولري چې د افغانستان خلک او نړېوال باور پرې وکړي او ځکه خو د ولسمشرۍ د انتخاباتو دې کاندید ویلي چې؛ دی او پلویان یې د امکان ترحده د رایو هر اړخیز تفتیش ته چمتو دي څو د مقابل لوري اعتماد ترلاسه کړي.

کري احمدزي ته په ځواب کې وویل، چې سمدستي هېڅوک باید خپله بریا اعلان نه کړي ځکه وروستي نتایج لا تر اوسه نه دي معلوم او لومړی په دې اړه پوښتنو ته باید ځواب وویل شي.

ښاغلي کري د دې غوښتنې د منلو له کبله د اشرف غني احمدزي مننه وکړه.

کري له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وویل، د افغانستان د انتخاباتو مشروعیت په نامطمئن حالت کې دی او د انتقال پروسه په نامطمئن حالت کې ده نو ډېرې چارې دي چې باید ترسره شي.

کري زیاته کړه، دی هیله من دی چې داسې لارې چارې به وموندل شي چې په دې اړه د پوښتنو د ځوابولو ظرفیت به رامینځ ته کړي څو د خلکو شکونه له منځه ولاړ شي، خو نوموړي زیاته کړه، دی نشي ویلای چې دا ستونزه به سمدستي حل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرله ولسمشرحامد کرزي سره وکتل او ټاکل شوې چې د ورځې په جریان کې بیا ورسره وګوري.

په دې اړه د ارګ په بیان کې راغلي دي چې ولسمشرکرزي ښاغلي کري ته ډاډ ورکړی چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به له ټاکلي پلان سره سم د زمري د میاشتې په یوولسمه نېټه ترسره شي او د دې کار لپاره لازمې تیارۍ نیول شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د رایو پراخ تفتیش لومړی ګام دی څو دواړه کاندیدان د خپلو اختلافونو په اړه مفصلې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وروسته له هغه کابل ته سفر وکړ چې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو له دوهم پړاو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په انتخاباتو کې په لاسوهنو تورن کړ.

تېره اونۍ وروسته له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مقدماتي نتایج اعلان کړل ښاغلي عبدالله یوځل بیا په ډاګه کړه چې دا نتایج نه مني. عبدالله د سې شنبې په یوه غونډه کې ځان د انتخاباتو ګټونکی وباله او خپلو پلویانو ته یې وویل، چې په نژدې راتلونکي کې به خپل حکومت اعلان کړي. د دې اعلان په وړاندې نړیوالې ټولنې او په خاص ډول د امریکا حکومت سخت غبرګون وښود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د تشدد او زور او یا د قانون له چوکاټه د وتلو اقداماتو په وسیله د دې ستونزې د حل هڅه وشي نو امریکا به له افغانستان سره مرستې بندې کړي.

رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه مقام له قوله لیکل دي چې وايي، که واشنګټن له افغانستان سره مرستې بندې کړي، ډېر امکان لري چې نور مرستندوی هېوادونه هم همدا کار وکړي.

دا مقام چې په راپورکې یې نوم نه دی یاد شوی وايي، دواړو کاندیدانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې دوی بااعتباره، شفاف او د منلو وړ نتایج غواړي.

XS
SM
MD
LG