د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

"څلوردیرش ولايتي شوراګانې به دواړه کانديدان مخ په مخ کېنوي"


د جمعې په ورځ د ۳۴ ولايتي شوراګانو د دفتر په استازيتوب د لويې پکتيا ولايتي شوراګانو غړيو او مشرانو يوې خبري ناستې ته وويل، چې ډېرژر به د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو ترمنځ ستونزې هواري ته يوه لاره پيدا کړي.

د پکتيا په مرکزګردېز کې د لوګر او پکتيا ولايتونو د ولايتي شورا مشرانو او غړيو د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ شته ستونزې ته به د هواري لارې چارې ولټوي.

د لوګر ولايتي شورا ريس عبدالولي وکيل چې؛ د ۳۴ ولايتي شوراګانو د همغږۍ دفتر په استازولۍ يې خبرې کولې په دې خبري ناسته کې وويل، چې ملت په ټاکنو کې ګډون وکړ او دواړه پړاوه يې کامياب کړل نو اوس بايد کانديدان هم د ولس ستونزې په پام کې وساتي:

″ملت قرباني ورکړه دواړه دوره ټاکنې يې بريالۍ کړې، دواړو ملي بچيانو اشرف غني احمدزي او عبدالله، عبدالله ته يې رايې ورکړې، خو بلاخره دغه پايلې د يو لوري له خوا بحران ته روانې دي، موږ په ۳۴ ولايتي شوراګانو غږ کوو چې د دې مسالې حل ته راودانګي″

نوموړي دا هم وويل، چې دواړه ټاکنيزې ډلې بايد د قانون په چوکاټ کې حرکت وکړي نه دا چې ولس ته ګواښونه وکړي او په خبره يې چې د ولايتي شوراګانو مشران او استازي به کوښښ وکړي چې؛ دواړه نوماندان مخ په مخ سره کېنوي.

په دې خبري ناسته کې د پکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي هم د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو په پلويانو غږ وکړ، چې په خپلو خرافاتي خبرو بايد د ولس ذهن مخشوش نه کړي:

″د دواړو نوماندانو له پلويانو نه غواړو،چې هرهغه کارچې د قانون او ډيموکراسۍ خلاف وي ترسره نه کړي خدای مه کړه چې خلکو ته داسې ذهنيت ورنه کړي چې دغه ۱۳ کلنې لاسته راوړنې او ملي يووالي ته زيان ونه رسوي″

همدا ډول د پکتيا ولايتي شورا مرستيال مشر عالمير ځاځي هم په دې خبري ناسته کې اندېښنه څرګنده کړه، چې که دغه پايلې کوم کانديد نه مني، ښايي دا نه يوازې اوسنی وضعيت بحراني کړي بلکې په هيواد کې به د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي:

″که چېرې موږ انتخابات کوو او په انتخاباتو دومره مصارف کوو او بيا يې يو لوری نتايج نه مني، نو دا بيا دا معنی لري چې ولس به په راتلونکي کې په انتخاباتو هېڅ ډول باور ونه کړي او دا به انتخابات تر پوښتنې لاندې راولي″

د ولايتي شوراګانو په استازولۍ دغه خبري ناسته په داسې حال کې وربلل کيږي چې د ولسمشرۍ څوکۍ د ګټلو پرسر د دوو ډلو، تحول او دوام او اصلاحات او همپالنې ترمنځ کشمکش دې ته راورسېده چې کورني او نړيوال سياستمداران يې د حل لارې چارې لټوي.

راپور – داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG