د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په کابل کې مدني ټولنې له کاندیدانو څخه د قانون د درناوي غوښتنه کوي


د مدني ټولنو د همغږی مرکزپه افغانستان کې د روانې انتخاباتې لانجې په اړه اندیښنه ښیي او له کاندیدانو او انتخاباتي کمیسیونونو غواړي چې خپل مسوولیت په صداقت سره سرته ورسوي.

په ورته وخت کې، د افغانستان ملت ګوند، په کابل کې د یوې غونډې په جوړولو سره له انتخاباتي کمیسیونونو وغوښتل چې؛ د دواړوکاندیدانو پاکې رايي له ناپاکو جلا کړي.

د دې حزب مشر وايي، دواړه کاندیدان باید قانون ته غاږه کېږدي او داسې حرکت ونه کړي چې ملي یووالی ته زیان ورسوي.

د مدني ټولنو د همغږی مرکزد افغانستان د انتخاباتو پروسې پرټولو ښکېلوغاړو غږ کوي چې روانې انتخاباتي لانجې ته دې د پای ټکې کېږدي.

د دې مرکز مرستیالې ډاکټر ثریا یوسفزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې؛ له داسې کړنو او څرګندونو دې ډډه وکړي چې ولس ته تشویش پیدا کوي:

″دواړه محترم کاندیدان دې په خپلو لومړیو خبرو ټینګ پاتې شي.

له صبره دې کار واخلي او داسې حرکت دې نه کوي چې ملي یووالي زیانمن شي، له خلکو سره وفا وکړي او د ملت د تشویشونو مخه دې ونیسي.″

میرمن یوسفزي له انتخاباتي کمیسیونو هم وغوښتل چې؛ خپل ملي مسولیت ادا کړي او داسې کار دې وکړي چې د انتخاباتو په پروسه د خلکو باور زیانمن نه شي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست دوهم دورانتخابات وروسته له هغه له ستونزو سره مخامخ شو، چې عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د انتخاباتي کمیسیونو له خوا د پراخو درغلیو ادعا وکړه او له دواړو کمیسیونو سره یې خپلې اړیکې پرې کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د ملت ګوند هم په کابل کې د یوې غونډې په جوړلو سره د انتخاباتی کمیسیونونو نه وغوښتل چې؛ د روان انتخابانی جنجال د ختمولو لپاره دې پاکې رایي له ناپاکو جلا او بیا دې نتیجه اعلان کړي:

د دې ګوند مشر جعفر مهدوي وویل، انتخاباتي کمیسیونونه، د اساسي قانون په اساس جوړ شوی، مهم ملي ارګانونه دې او د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته پکار ده چې پریکړې یې ومني:

″د افغانستان د ملت ګوند په دې باور دی چې؛ د قانون له چوکاټه بهرهر ډول حرکت او اقدام او د موازي حکومت د جوړولو خبرې، او یا داسې هر حرکت چې ملي یووالي او د نوي نظام بنسټونو ته ګواښ پیښ کړي، د منلو وړ نه دی او د افغانستان خلک به یي ملاتړ ونه کړي″

ښاغلی مهدوي وايي، هر ډول غیر قانوني حرکت د ملت په تاوان دی او دوی ورسره په کلکه مخالفت کوي.

مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د جمهوري ریاست د دوهم دورانتخاباتو د لومړنیو نتایجوله اعلان وروسته، د عبداله عبداله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دغه نتیجه رد کړه او ویې ویل، چې دوی د انتخاباتو ګټونکې دي.

عبدالله عبدالله وړاندې ویلي وو، چې خلک له ده غواړي چې موازي حکومت جوړ کړي او دی هم د هغوي د غوښتنو پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای خو له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د وروستۍ پریکړې لپاره هغه ته څو ورځې وخت ورکړي.

راپور:خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG