د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

شمالي وزيرستان: د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد ٦ وسله وال ووژل


د امريکا د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکو يوځل بيا په شمالي وزيرستان کې پرمېشتو سخت دريځه وسله والو بريد کړى، چې دوى ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې.

ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې امنيتي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې لږ تر لږه ٦ وسله وال وژل شوي او ٣ نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني رسنۍ د شمالي وزيرستان د امنيتي چارواکيو په حواله وايي، چې بې پيلوټۀ الوتکو افغان پولې نزدې د دتاخېل په ډوکه مداخېل سيمه کې د مشکوکو وسله والو پر يوه کور او موټر پرله پسې دوه توغندي وويشتل، چې په ترڅ کې يې کور او موټر دواړه له منځه لاړل.

د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم اوغږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو افغان پولې ته نزدې په ډوکه مداخېل کې د بهرنيو وسله والو مرکز په نښه کړى، خو دا چې شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له امله دې سيمې ته د ژورنالېستانو د ورتګ اجازه نشته، نو په بريد کې د وژل شويو وسله والو د هويت او د شمېرپه اړه دقيق معلومات نه ترلاسه کېږي.

دا په روان ٢٠١٤م کال کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ٤ بريد دى.

تردې مخکې د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پر مهال د امريکا متحده ايالاتو د پاکستان په غوښتنه پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي وو.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو تازه بريد غندلى او دا يې د ترورېزم پرضد روانې مبارزې ته زيان بللى.

دا بريد په داسې وخت کې شوى، چې په دغه سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پراخ پوځي عمليات روان دي او دوى ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې د ميرانشاه او شاوخوا سيمو نزدې ٨٠ سلنه سيمه له ترهګرو پاکه کړې ده.

د پاکستان حکومت په شمالي وزيرستان کې د تر هغې وروسته د پراخو پوځي عملياتو پرېکړه وکړه، چې په دغې سيمې کې مېشتې د ازبکستان اسلامي غورځنګ په نامه يوې وسله والې ډلې په کراچۍ کې پر هوايي ډګر د بريد مسووليت ومانه، چې پکې د پاکستانيو ځواکونو په ګډون ٣٠ کسان وژل شوي وو.

ويل کېږي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو طالبانو، القاعدې او حقاني شبکې په ګډون د هغو وسله والو مرکزونه موجود دي، چې له دې ځايه په افغانستان کې دننه په ترورېستي بريدونو کې لاس لري. که څه هم د پاکستان حکومت وايي، چې په دې سيمه کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو له توپير پرته پراخ پوځي عمليات پيل کړي، خو د پاکستاني طالبانو عمومي وياند شاهد الله شاهد څو ورځې وړاندې له يوه بهرني خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي وو، چې د دوى ډېرى غړي د عملياتو تر پيلېدا مخکې له سيمې څخه وتلي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG