د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

امريکا او چین به خپل منځي همکاري زياته کړي


امريکا او چين ژمنه وکړه چې؛ دوی به خپل منځي اقتصادي اړيکې او امنيتي همکاري زیاته کړي.

دواړو لورو ويلي دي چې؛ دوی به خپل منځي اختلافات دې ته پرېنږدي چې د دوی د اړيکېو د پرمختګ مخه ونيسي، چې د ټولې نړۍ د سولې لپاره مهمې دي.

پرون د چين په ښاربيجنګ کې د دې هېواد ولسمشرشي جين پنګ د سږ کال ستراتيژيکو او اقتصادي خبرو اترو غونډه پرانيسته.

ده وويل چې؛ بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پراختيا ومومي.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، دا خبره د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او د ماليې وزيرجېک ليو هم وکړه.

جېک ليو او جان کري د امريکا له خوا د هغه پلاوي مشران دي چې د مرکزي بانک ريسه جينټ يلن او د اوباما د دولت د کابينې درې نور غړي هم په کې شامل دي.

په راتلونکي څو ورځو کې به دا څرګنده شي چې دغه د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ کلنۍ خبرې به دغه هېوادونه دې ته وهڅوي چې د ځينو لانجو په هکله جوړجاړی وکړي او که به يوازي پردوه اړخيزه همکارۍ خبري وکړي؟

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، واشنګټن هيله من دی چې

د چين د چاپېريال ساتنې، د امريکايي شرکتونو پرخلاف د صنعتي انترنتي جاسوسۍ او د اسيا د سمندري قلمرو پرسرلانجو د ختمولو لپاره نيزدې، همکاري وکړي.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، شي څرګنده کړه چې په ارام سمندرکې ډېرځای شته چې دواړه هېوادونه په کې ځای شي.

شي وويل چې؛ د چين او امريکا ترمنځ اختلافات طبيعي دي. خو د پرمختګ يوازينۍ لاره دا ده چې دواړه هېوادونه د يوبل خپلواکي ته احترام ولري او پريوبل له خپلې نظريې تپلو څخه ډډه وکړي.

ده د چين او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ مځکنې ادعاوو او اختلافاتو په هکله وويل چې امريکا بايد د چين د خاورې د بشپړتيا احترام وکړي.

د امريکا ملګري هېوادونه جاپان، فلپاين او ویيتنام د چين له هغو هڅو چې د تيلو ايستلو لپاره پرسمندرخپل واک درلودل غواړي، اندېښمن دي. چين پرهوايي قلمرو هم د خپل کنټرول هڅې کړي دي.

امريکا وايي، چې د اوبو او خاورې پرسرد ادعاوو لپاره د هيڅ هېواد پرخوا نه دی.

خو د دې مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره امريکا له چين سره د اصولو په جوړولو کې هيڅ پرمختګ نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG