د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

کابل: پولیس د لویې جرګې په خیمه کې د شوې پيښې پلټنه کوي


د کابل پولیس وايي، د لویې جرګې په خیمه کې د شوې پيښې پلټنه کوي او د دې خیمې د امنیت لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.

په روانه اوونۍ کې د لویې جرګې په خیمې کې څوځلي د ولسمشر کرزي عکس ته سپکاوی وشو او یو شمېر کسان په خپل سر دغې خیمې ته په ننوتلو د ښاغلي کرزي عکس څیرې کړ.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان د لویې جرګې د خیمې اهمیت ته په کتو وايي، چې باید د دې سیمې امنیت په جدي توګه ونیول شي.

وروسته له هغه چې یو شمېرکسانو د لویې جرګې په خیمه کې د ولسمشرکرزي نصب شوی عکس راښکته او سپکاوی یې ورته وکړ اوس د کابل امنیتي چارواکي وايي د دې خیمې بشپړ امنیت یې نیولی او په راتلونکې کې به پرینږدي چې زورواکي په خپل سر ورننوځي او هلته ورانی وکړي.

په روانه اوونۍ کې د لویې جرګې په خیمه کې دوه ځل د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي عکس راښکته او څیرې کړل شو.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزۍ ازادۍ راډیو ته وویل، هرڅوک چې په راتلونکي کې ورته عمل ترسره کړي جدي چلند به ورسره وشي او د شوې پيښې په اړه هم د پولیسو پلټنې روانې دي:

″ځینو اوباشانو او لنډغرو د سپکو او درنو وسلو او ځینو زورواکو د ملاتړ څخه په ګټې دې خیمې ته ننوتل.

دغه کړنه یې چې ترسره کړه د ولسمشر حامد کرزي تصویر ته یې توهین وکړ. موږ بیړنۍ ناستې درلودې د کورنیو چارو وزارت په رهبرۍ کې ترڅو ورته کسان هرڅوک چې په هر مقام کې و اوسي غیر قانوني کړنې ترسره کوي د هغوي په وړاندې ودریږو.

د کورنیو چارو وزارت د لویې جرګې د خیمې د امنیت لپاره یې لازمې کړن لارې تر لاس لاندې نیولې دي.″

سیاسي کارپوه اسحق اتمرله ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د لویې جرګې په خیمه کې لویې جرګې او ملي غونډې ترسره کیږي دا چې زورواکي او ټوپکوال په اسانۍ ورننوځي دا کار د اندیښنې وړ دی:

″هغه کسان، هغه امنیتي مسوولین چې هلته ګمارل شوي د دې مسوولیت لري چې د دې ځای نه ساتنه وکړي.

ځکه کیدای شي چې په راتلونکي کې هسې لویې غونډې لکه لویه جرګه مشورتي جرګې یا داسې نورې تاریخي جرګې هلته ترسره شي.

بل دا چې د ولسمشر توهین باید لویه څارنوالۍ تعقیب وکړي.″

د ولسي جرګې ځینو غړو هم لویې جرګې ته د ځینو زورواکو له ننوتلو سره کلک مخالفت وښود او پر امنیتي ځواکونو یې غږ وکړ چې د لویې جرګې امنیت سم ونیسي.

محمود سلیمانخیل او نادرخان کټوازي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

محمودسلیمانخیل:

″دغه عمل چې دوی د کرزي صاحب عکس راکوز کړ او د ټولې دنیا د میډیا په مخ کې یې جهان ته وښود او په هغه عکسو کې دوی وختل دا ولایتونه ټول ورڅخه خپه وو.″

نادرخان کټوازی:

″ته او خدای دا د لویې جرګې په تالار کې چې څه وشول د یوه رییس جمهور عکس راوغورځیده دغه مدني حرکت و؟

له پولیسو باید دا اوس پوښتنه وشي که نه بیا د دغه عکس العمل به ډېرخطرناک و اوسي.″

د لویې جرګې خیمه له نږدې یوې لسیزې راهیسې د ګڼو مهمو ملي او نړېوالو کنفرانسونو او جرګو شاهد پاتې شوې چې په کې د افغانستان په هکله لویې پرېکړې نیول شوې دي.

د ځینو نړېوالو غونډو پروخت په دې جرګې باندې د حملو هڅې هم شوې خو دا لومړی ځل و چې زورواکي خیمې ته ننوتل او جمهور رییس ته یې سپکاوی وکړ.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG