د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

افغان حکومت د بې کیفیته تیلو واردیدونکو شرکتونو ته یوه میاشت مهلت ورکړ


افغان حکومت د بې کیفیته تیلو د بندیدو لپاره واردیدونکو شرکتونو ته یوه میاشت مهلت ورکړ.

حکومت د بې کیفیته تیلو د مخنیوي په هدف په تیرو شااوخوا دومیاشتو کېد هېواد په غربي سرحدونو کې دوه زره درې سوه د پترولو او ډیزلو ټانکرونه ایسار کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، له دوه ورځو راهیسې یې د تیلو هغو ټانکرونو ته، افغانستان ته د داخلیدو اجازه ورکړې چې تیل یي په ټاکلو سټنډروډونو برابر دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، یو تخنیکی پلاوی یي ګمارلی څو د اقینې، اسلام قلعه او نیمزوز په بندرونو کې د هغو تیلو کیفیت معلوم کړي چې افغان سوداګرو، د واردیدو په نیت، د هېواد تر پولو را رسولي دي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخی، کابو دوه میاشتې کیږي چې؛ د یادو بندرونو په صفري نقطو کې دوه زره او درې سوه د تیلواو ډیزلو ټانکرونه ایسار دي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، که څه هم، دوه ورځې کیږي چې یو شمېرټانکرو ته، هېواد ته د داخلیدو اجازه ورکړل شوې.

نوموړی وایي، که د دې ټانکرونو تیل هم د وزیرانو شورا له ټاکلو ستندردونو سره برابرنه وي، په مارکیټ کې به ورته د خرڅلاو اجازه ورنه کړای شي:

″وزیرانو شورا په پنځه څلویښتمه مصوبه کې د تیلو د واردولو لپاره یو لړ معیارونه جوړ او تصویب یې کړل، چې وروسته له دې هېواد ته بې کیفیته پترول او ډیزل نه واردیږي.

واردوونکو ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی او له ټاکلي نیټې وروسته د واردوونکو هیڅ ډول بهانه نه منل کیږي″

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، په افغانستان کې له پخوا راهیسي کم کیفیته تیل کاریدل، خو د چاپیریال د خوندیتوب لپاره د وزیرانو شورا څه موده وړاندې پریکړه کړې نوردې لوړ کیفیت لرونکي تیل وارد شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، له دې سپارښتنو سره سره بیا هم ولیدل شول چې د تیلو واردوونکو، هېواد ته د دویمې درجې پترولو او ډیزولو واردول جاري وساتل، له همدې امله حکومت د بې کیفیته تیلو په واردولو بندیز ولګاوه.

بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په سرحدونو کې درول شوي تیل هغه دي، چې واردوونکو د وزیرانو شورا د نوې پریکړې د مخه له بهرنیو کمپنو اخیستي او باید اجازه ورکړل شي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادۍ راډیوته وویل، د حکومت دغه تصمیم په بازار کې د تیلو په بیو منفي اثر کړی دی:

″همدا اوس په مارکیټ کې د ډیزلو او پترولو د یوه لیتر بیه د پخوا په نسبت لوړه شوې ده.

دا تیل د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې کاریږي، حکومت دې ته له بيړې کار نه اخلي، یو پلاوی دی وټاکي چې؛ معلومه کړي ایا دا تیل چاپیریال ککړوي او که نه؟ که خراب وي. د نورو تیلو واردوولو ته لارې چارې په ګوته او له واردوونکو سره دې شریکې کړي.″

د راپورونو له مخې په افغانستان کې په کال کې څه باندې درې میلیونه لیتره تیل مصرفیږي چې ټول یي له بهرنیو هېوادونو واردیږي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وایي، د چاپیریال د ککړتیا یو لامل هېواد ته د بې کیفیته تیلو واردیدل دي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG