د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۳۷

ولسي جرګې د بیې د لوړوالي د مخنیوي په برخه کې حکومت په بې پامۍ تورن کړ


د روژې په میاشت کې د خوراکي او نفتي موادو د بیې د لوړوالي د مخنیوي په برخه کې د ولسي جرګې غړو حکومت په بې پامۍ تورن کړ.

د افغانستان د مالیې، اقتصاد، کرنې او سوداګرۍ وزیران د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې استجوابیه غونډې ته بلل شوي و او اکثرو وکیلانو دغه وزارتونه تورن کړل چې د بیو د کنټرول په برخه کې یې لازم کار نه دی کړی.

خو افغان وزیرانو بیا د بودیجې کمښت، ازاد بازار، د ستراتیژیکو زیرمو نشتوالی، د نفتي موادو د بیې لوړوالی د موادو د بیې د لوړیدو اصلي علتونه وبلل.

د روژې په میاشت کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او نفتي موادو د بیوله لوړیدو وروسته ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د مالیې،کرنې،سوداګرۍ او اقتصاد وزیران خپلې استجوابیه غونډې ته وربللي و.

د ولسي جرګې غړیو وویل، چې اړوندو ادارو د بیو د کنټرول په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

د ولسي جرګې غړیو حکومت تورن کړ، چې په ازاد بازار کې یې سمه سیالي نه ده کړې او هم یې بیې نه دي کنټرول کړي.

د ولسي جرګې غړیو فکور بهشتي، ناهید فرید او وږمۍ ساپۍ خپل اعتراضونه داسې بیان کړل:

″دولت باید په خپله سیالي رامنځته کړي. موږ چې کله سیالي منلې نو د سیالۍ مخه خو مو نه ده نیول.″

ناهید فرید:

″د روژې میاشتې په پيل کې د لومړیو خوراکي موادو بیې لس تر پنځلس فیصده لوړې شوې دي. که ازاد بازار هم ولرو دا یې دلیل نه شي کیدای چې خوراکي او نفتي موادو بیې لوړې شي.″

وږمه ساپۍ:

″تر اوسه پورې زمونږ اړونده وزارتونو د خوراکي موادو لوړوالی د روژې په میاشت کې او د نفتي موادو لوړې بیې چې دواړه د غریبو خلکو په ژوند منفي تاثیر لري په دې برخه کې یې څه تدابیر نیولي دي.″

دغو وکیلانو همدا راز د دولتي ادارو د مدیریت په کمزورتیا هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د خپلو وضعه شویو مقرراتو سمه څارنه هم نه شي کولای.

جرګې ته وربلل شويو افغان وزیرانو هر یوه په خپل وار د ولسي جرګې د غړیو پوښتنې ځواب کړې.

د د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال وویل، که څه هم چې دوی پر خوراکي او نفتي موادو تر ټولو لږې ګمرکي تعرفې وضعه کړي خو دا چې د افغانستان اقتصادي سیسټم په ازاد بازار ولاړ دی نو بیې لوړې تللي دي.

د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال هم پر ازاد بازار د کنټرول نشتوالی او د ځینو سوداګرو له خوا د احتکار تر سره کول د خوراکي او نفتي موادو د بیې د لوړیدو اصلي عوامل وبلل:

″د قیمتونو په بدلون کې څو عمده او اساسي عوامل موجود دي. د سراسري امنیت نشتوالی د موادو په تمام شوي قیمت باندې مستقیم اثر لري.

د ستراتیژیکو زیرمو او سړو خونو نشتوالی ددې لامل کیږي چې په دې موسم کې موږ کافي اندازه مواد ونه لرو.

د نفتي او خوراکي موادو د ځینو وارداتي سوداګرو بې انصافي هم ددې لامل شوې چې بیې لوړې لاړې شي.″

د سوداګرۍ وزیر شاکرکارګر وویل، د دولتي سوداګرۍ او وارداتو لپاره د بودیجې نشتوالی ددې لامل شوی چې د بازار ان اته نوي فیصده د خصوصي برخې په لاس کې وي.

ده وویل که څه هم د بودیجو د نشتوالي له امله په بازار کې ډېره کمه ونډه لري خو له سوداګرو سره په موافقې به هڅه وشي چې د نفتي موادو بیې راټیټې شي.

کارپوهان وايي که څه هم د ژمي په موسم کې د خوراکي او نفتي موادو بیې د ټرانسپورټي ستونزو له امله پورته ځي خو دا د دولت کمزورتیا ده چې په اوړي کې هم د بیو پر سر کنټرول نه لري او د موادو قیمتونه لوړ شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG