د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د باګرام کارګران: هره ورځ زیات شمېر کارګران له کاره ایستل کیږي


یو شمېرهغه افغان کارګران چې د بګرام په اډه کې یې کارکاوه وايي چې د بېلابېلو دلایلو له مخې هره ورځ زیات شمېر کارګران له کاره ایستل کیږي.

دغه کاراګران له بګرام امریکایې اډې له کاره په ډله يیزه ډول د کارکووونکو د ایستلو یو علت له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کې ځنډ دی.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د انکشافي شورا مسوولان هم د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې نږدې دیرش زره افغان کارکوونکي د بګرام اډې کې له کاره ویستل شوي دي.

دا ځل د بېکاري غږ د هغو کارګرانو له خولې اورېدل کیږي چې؛ کلونه یې د بګرام په هوايي اډه کې کار کړی وو او په ډله ییز ډول له دندې ویستل شوي دي.

دوی وايي، له څه مودې راهیسې د بېلابیلو دلایلو له امله په سلګونو افغان کارګران په بګرام اډه کې له کاره شړل شوي او دغه لړۍ اوس هم دوام لري.

د بګرام ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي چې تازه یې خپلې دندې له لاسه ورکړې په دې اړه وايي:

″۱:ــ نوم مې همایون دی د پروان اوسېدونکی یم پنځه کاله مې په باګرام اډه کې کار وکړ، درې میاشتې کیږي له کاره ایستل شوی یم، موږ په یوه څانګې ۷۲ تنو کار کاوو،چې اوس یواځې څلور کسان پاتې دي اونور ټول له کار شړل شوي،بهرنیانو به راته ویل چې ټوله ستونزه دامنیتي تړون په نه لاسلیک کې ده، له ما وروسته یې پنځه،شپږسوه تنه نور هم له کاره اخراج کړل.

۲:ــ نوم مې قنداغا دی د باګرام په اډه کې مې کار کاوو،پوهه نه شوم رییس راغی موږ اتیا کسان یې یوځای له کار وایستلو،اوس بېکاره یو ځینې کسان دیاړي کوي،کار موجوړ و، دمیاشتې څوارلس زره افغانۍ راته برابرې دې.او که به مو غیر حاضري وکړه لس تر دولس زره به راته پاتې کېدې.″

په همدې حال کې د بګرام ولسوالۍ د پراختیايي شورا رییس الیاس الدین بخشي له بګرام اډې د کارګرو ډله ییز شړل تاییدوي او وايي، له تېرو ووکلو راهیسې د دې ولسوالۍ نږدې پنځه دیرش زره هغه ځوانان بیکاره شوي چې په بګرام اډه کې یې دندې درلودې.

هغه وايي، د افغان کارګرانو پرځای دا مهال په بګرام پوځي اډه کې هندي، نیپالي او پاکستاني کاګران په دندو ګمارل شوي دي.

بګرام په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو ترټولو ستره پوځي اډه ده، چې وړاندې نږدې څلویښت زره افغان کارګران په کې په کار بوخت وو او اوس یې شمېر دولس زرو ته راښکته شوی.

د افغانستان د کار او ټولینزو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیکارۍ د ډیریدو علت د نړېوالو مرستو کمیدل په ګوته کوي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″په ټوله کې ملي او نړېوالې پروژې کمې شوې، د پروژو په کموالي د کارکونکو شمېر هم کمیږي د کارکوونکو ایستل د صلیقو په اساس نه دی، که بیا وای موږ خبرېدو، امید شته که روانه سیاسي ستونزې هواره شي هیله لرو، چې په بنسټیزو پروژو به کارونه بیا پیل شي.″

د دې وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په هېواد کې نږدې لس میلیونه تنه بیکاره او هم دارنګه څلورنیم میلیونه کارګران له نیمه بیکارۍ کړیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG