د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۱

نړۍ

ایران عراق ته جنګي الوتکې ورکړي، څو د مسلمانو وسله والو د بریدونو مخنیوی وکړي

په لندن کې د یوه څیړنیزمرکز د راپور له مخې ایران عراق ته جنګي الوتکې ورکړې دي څو د مسلمانو وسله والو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو نړېوال مرکز وایي، د هغه ویډیو فلم له څیړنې، چې عراقي چارواکو خپورکړی دی، ښکاري چې ایران د جولای په لومړۍ نیټه عراق ته سوخوي الوتکۍ ورکړي دي.

تردې مخکې روسیې ( سو- ۲۵) جنګي الوتکې عراق ته ورکړې وې.

د عراق او شام د اسلامي دولت د وسله والو د فعالیتونو یو څیړونکې جوزیف ډیمپسي وایي چې؛ دا څرګنده نه ده چې څوک به دا الوتکۍ چلوي او حفاظت به یي څوک کوي.

خو د راپور له مخې چې پرون خپور شو، داسې ښکاري چې عراق اوس دا ظرفیت لري چې د بهرنیو له ملاتړه پرته دغه ډول الوتکۍ والوزوي او ساتنه یې وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلوچستان په کېچ سیمه کې ۱۰ پوځیان د وسله والو په بريد کې وژل شوي 

ارشیف؛ بلوچستان

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اس پي ار پرون په يو بيان کې ويلي چې دا بريد د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وشو چې د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم ووژل شو او يوشمېر نور ژوبل شول.

بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پرضد د لټون عمليات پيل کړي او تر دې دمه يې درې وسله وال نيولي دي.

بل خوا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوې ډلې "بلوچستان لبرېشن فرنټ" په يو خپور کړي بيان کې د دې بريد مسؤلیت منلی او د ۱۷ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

د تاجکستان او قرغزستان سرحدي سیمو کې په اوربند هوکړه وشوه

د تاجکستان او قرغزستان چارواکي

د تاجکستان او قرغزستان چارواکو په سرحدي سیمو کې تر یوې جګړې وروسته په اوربند موافقه وکړه.

په نښتو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او له شلو تنو زیات ټپیان دي.

د پنجشنبې ورځې نښتې د تېر کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو سخت تاوتریخوالی و.

تېر کال هم په ورته نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي وو.

دواړو خواوو پر یو بل تور ولګاوه چې پولې ته غځېدلې لارې یې بندې کړې او ډزې یې پیل کړې.

روسیه: د امنیتي اندېښنو په اړه مو د امریکا "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی

اوکرایني ځواکونو سره د امریکا مرسته

روسیه وايي، د اوکراین پر سر د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه یې د امریکا له لوري "مثبت ځواب" نه دی ترلاسه کړی.

خو وايي چې په یو شمیر مسئلو د خبرو د دوام امکان شته.

لکه څنګه چې تمه کېده، متحده ایالاتو او ناټو د چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په مخ د دروازو د تړلو لپاره د مسکو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په ختیځه اروپا کې د متحدو ځواکونو او پوځي تجهیزاتو په اړه خبرې نه کوي.

مسکو ته په یوه لیک کې متحده ایالاتو هغه څه تشریح کړل چې د اوکراین کړکیچ د حل لپاره "جدي ډیپلوماتیکه لاره" بولي.

اوس تمرکز پر دې دی چې ولسمشر پوتین به د امریکا وړاندیز ته څه ډول ځواب ووايي.

بلېنکن: که روسیه پر اوکراین  یرغل وکړي له سختو عواقبو سره به مخ شي

اوکرایني او امریکایي سرتېري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، که روسیه پر اوکراین د یرغل لاره غوره وګڼي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې پرون له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

بلېنکن پر مسکو غږ وکړ چې له اوکراین او لوېدیځ سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.

نوموړي وویل:" موږ په خورا اګاهانه ډول عمل کوو. او هر لازم اقدام به وکړو څو مسکو ته دا روښانه کړو چې دوه لارې لري: یا د ډيپلوماسۍ او ډیالوګ لاره چې اختلافونه له سوله ییزې لارې حل شي او یا د یرغل لار چې په دې صورت کې به له سختو عواقبو سره به مخامخ شي."

بلېنکن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې واشنګټن د روسیې د تېرې میاشتې د اولتیماتومونو په ځواب کې خپل رسمي لیکلی دریځ اعلان کړ.

ښاغلي بلېنکن وویل، واشنګټن لاهم نه پوهېږي چې د اوکراین په اړه او د اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په برخه کې به د کریملېن وروستۍ پرېکړه څه وي.

د مسکو غوښتنه دا ده چې ناټو دې د اوکراین او ګرجستان په څېر د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته غړیتوب نه ورکوي او د اروپا له ختیځه دې خپل ځواکونه او وسلې د ختیځې اروپا هغو سیمو ته په شا کړي چې په ۱۹۹۹ کال کې د ناټو له پراختیا مخکې ځای پرځای شوي وو.

روسیې ته د لوېدیځ خبرداری؛ د بالتیک سمندرګي د ګاز نل لیکه په نښه کوو

د بالتیک سمندرګي ته نږدې نظامي تمرینات

جرمني او متحدایالاتو خبرداری ورکړی چې که روسیه اوکراین اشغال کړي نو دوی به د بالتیک سمندرګي په تل کې د روسیې د ګاز نل لیکه په نښه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بایربوک پرون د سلواغې په اوومه پارلمان ته په وینا کې وویل چې حکومت له لوېدیځو متحدانو سره په ګډه د بندیزونو پر یوه لویه او هر اړخیزه کڅوړه کار کوي چې د نارد سټریم دوه په نوم د ګاز دا نل لیکه هم په کې شامله ده.

هغې ژمنه وکړه چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.

د نارډ سټریم دوه نل لیکې چې ۱۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د روسیې ګاز به تر جرمني پورې رسوي، فعالېدو ته چمتو ده خو قانوني مراحل یې پاتې دي.

دا پروژه جرمني ته د روسيې د ګاز صادرات دوه ځلې زیاتوي خو نه د اوکراین له دودیزې لارې بلکې د بالتیک سمندرګي له لارې.

بل خوا په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ پرون خبریالانو ته وویل چې که روسیه پر اوکراین حمله وکړي نو د دې نل لیکې چارې به پرمخ ولاړې نه شي.

د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو په نښتو کې ۱ ملکي وژل شوی

د تاجکستان-قرغزستان پولې ته نږدې سیمه

د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا په لانجمن سرحد کې په تازه نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو پرون ازادۍ راډیو ته وویل، د دې هېواد یو ملکي وګړی په دې نښتو کې وژل شوی او د سرحدي ساتونکو او ملکیانو په ګډون ۱۷ نور تپیان شوي دي.

دواړو لوریو د سرحدي سیمې د یوه سړک د بندولو او د نښتو د پیل پړه پر یوبل اچولې ده.

د قرغزستان د روغتیا وزارت د سیمې د یوه روغتیايي چارواکي په حواله وویل چې د دې هېواد ۴ سرتېري په چرو له لګېدو وروسته روغتون ته بیول شوي او د بېړنیو چارو وزارت وویل چې د دې سرحدي سیمې خلک له خپلو مېنو وځي.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد د اړوندې سرحدي سیمې خلک هم له دې ځایه ایستل شوي دي.

د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چې تاجکستان، قرغزستان یې غړي دي، ویلي دي چې د دې سازمان سکرتر جنرال د دواړو هېوادونو له پوځي چارواکو سره د نښتو د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.

شمالي کوریا ۲ مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي

آرشیف، د شمالي کوریا له لوري یو توغول شوی توغندی

شمالي کوریا دوه مشکوک بالسټیک توغندي د سمندر پر لوري توغولي چې په دې سره د هغو وسلو شمېر چې دې هېواد روانه میاشت ازمویلي، شپږو ته ورسېد.

د جنوبي کوریا پوځ پرون چهارشنبې (د سلواغې ۶مه) دا لنډ واټن ویشتونکي توغندي یاد کړل چې په خبره یې تر شل کیلو مترو پورې لوړ شوي او د ۱۹۰ کیلو مترو واټن له وهلو وروسته په ختیځ یا د جاپان په سمندرګې را پریوتي دي.

پر شمالي کوریا د بندیزونو له مخې دا هېواد د اټمي وسلو او لېرې واټن ویشتونکو توغندیو له ازموینو منع کړای شوی دی، خو یو شمېر کارپوهان وایي، پیونګ یانګ د نوېو توغندیو په ازموینې سره هڅه کوي چې د امریکا له متحدو ایالاتونو او جنوبي کوریا سره په راتلونکې خبرو کې یو برلاسی دریځ ولري.

د امریکا ساحلي ګارډ: ښايي د فلوریډا سواحلو کې ۳۹ کډوال وژل شوي وي

د فلوریډا په سواحلو کې یوه ډوبه شوې کښتۍ

د امریکا ساحلي ګارډ وایي، د دې وېره شته چې د فلورېډا سواحلو ته نژدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې به چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول، تر ۳۹ پورې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

ساحلي ګارډ ته وړمه ورځ وروسته له هغې خبرداری ورکړل شو چې یوې تجارتي کښتۍ یو کس چې د ډوبې شوې کښتۍ په یوې ټوټې پورې نښتی و، ژوندی وموند.

دغه ژغورل شوي کس ویلي، په کښتۍ کې نور ۳۹ تنه سپاره وو او هېڅ یوه هم د ژغورنې واسکټې نه درلودې.

د ساحلي ګارډ یوې افسرې جو ان بورډیان Jo-Ann Burdian خبریالانو ته وویل، دغې کښتۍ د جنوري په ۲۲مه نېټه له باهاماس څخه حرکت پیل کړی و او د سمندر په سختو څپو کې ډوبه شوه.

ساحلي ګارډ د دې پېښې په احتمالي ژوندي پاتې شوېو کسانو پسې د الوتکو او کښتیو په ذریعه د لټون عملیات پیل کړي دي.

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ له لمر سره نږدې

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ چې یوه میاشت وړاندې فضا ته استول شوی و، له ځمکې کابو یو میلیون او ۶ لکه کیلومتره لېرې د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد.

د ناسا د څېړونکو په وینا، دا ټیلسکوپ د خپل کوچني انجن په مرسته په وروستیو پنځو دقیقو کې په هغه ځای کې دېره شو چې د لمر په مدار کې د حرکت لپاره د جاذبې لازم تعادل لري.

دا ټیلسکوپ د امریکا په بالتیمور کې د دې ماموریت د کنټرول د مرکز د انجینرانو له لوري هدایت کېږي.

دوی وايي، دې مرکز ته یو شمېر راډیويي پیغامونه رسېدلي چې له هغو څخه څرګندېږي چې جېمز وېب ټیلسکوپ د لاکرانج ۲ په نوم ځای ته نژدې موقعیت غوره کړی دی.

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ متحده عربي اماراتو ته ځي

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ

ټاکل شوې ده چې د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ راتلونکې اوونۍ متحده عربي اماراتو ته په دوه ورځني سفر لاړ شي.

دا سفر چې تاریخي بلل شوی، د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وروسته کېږي.

د ولسمشر هرتزوګ دفتر په یوه بیان کې ویلي چې متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر هرتزوګ سفر به د دوو هېوادونو ترمنځ یو نوی تاریخي باب پرانېزي.

په پام کې ده چې د اسراییل ولسمشر د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په دوبۍ کې یو نندارتون هم وګوري.

د اسراییل او متحده عربي اماراتو ترمنځ کابو ۱۶ میاشتې پخوا اړیکې ټینګې شوې.

جرمني په دې غور کوي چې پر'ټیلګرام' اپلېکېشن بندیز ولګوي

ټیلګرام

د جرمني حکومت په دې غور کوي چې د ټیلګرام پر پیغام رسوونکي اپلېکېشن بندیز ولګوي.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، له ټیلګرام څخه په ځلونو د کرونا ضد واکسین په اړه د دسیسې د تیورۍ د خپروونکي چاینل او ان د وژلو د ګواښونو په توګه کار اخیستل شوی دی.

د فرانس پرېس پر اساس، ټیلګرام اپلېکېشن د کووېډ- ۱۹ د مخنیوي لپاره د جرمني د حکومت له پالیسۍ سره په مخالفت کې د یو شمېر تاوتریخجنو اعتراضونو په ترتیبولو کې هم مهم رول لرلی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر وړاندیز کړی، که ټیلګرام د غیر قانوني چلندونو د پای ته رسولو په هلو ځلو کې همکاري ونه کړي، حکومت به دا اپلېکېشن بشپړ منع کړي.

هند کې ځینې کسان پاریدلي وو چې د رېلګاډي ډبو ته یې اور ورته کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هند په ختیځ کې یو شمېر پارېدلیو خلکو پرون چهارشنبې(د سلواغې ۶مه) په کاري فرصتونو کې د عدالت د نه رعایتېدو په اعتراض کې د رېلګاډي ډبو ته اور ورته کړ.

پولیسو له ډنډو او اوښکې بهیوونکي ګاز څخه په کار اخیستو اعتراض کوونکي تیت پرک کړل.

د روانې اوونۍ له پیله په بیهار ایالت کې د دې ادعا په خاطر چې د رېل په دولتي برخه کې د کارموندنې ازموینه عادلانه نه ده اخیستل شوې، له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه کېږي.

په هند کې له ډېرو کلونو راهیسې بې روزګاري یوه لویه ستونزه ده او د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، تر ۱۰ میلیونه ډېرو کسانو په وروستۍ ازموینه کې چې د ۳۵ زره دندو لپاره واخېستل شوه، ګډون کړی وو.

ایران ۱۷ تنه په دې شک نیولي چې د ټوکو لپاره یې ویډیوګانې جوړولې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ایران پولیس وايي، ۱۷ تنه یې په دې شک نیولي چې د ټوکو او سرګرمیو لپاره یې ویډیوګانې جوړولې.

دې ویډیوګانو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې زیات شهرت ترلاسه کړی وو، د ایران د پولیسو په وینا د تهران په واټونو کې وحشت خپراوه.

د تهران د پولیسو قوماندان جنرال حسین رحیمي پرون چهارشنبې(د سلواغې ۶مه) دولتي ورځپاڼې 'ایران' ته وویل، هغه کسان چې نیول شوي په پټو کمرو یې د تهران په واټونو کې له خلکو ارام اخیستی وو.

په دغو ویډیوګانو کې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ځینې کسان مثبت او ځینې په غوسه نظر څرګندوي.

د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین د روسیې له احتمالي یرغل سره مرسته وکړي نو قاطع ځواب به وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، بېلاروس ته په ډاګه ویل شوي چې که پر اوکراین د یرغل لپاره له خپل قلمرو څخه د کار اخیستو اجازه ورکړي، نو د امریکا او د متحدانو له چټک او قاطع غبرګون سره به مخامخ شي.

پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د لویدیځ اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې مسکو د خپل دې ګاونډي د سرحد په اوږدو کې شااوخوا یولک ۲۷ زره سرتېري ځای پرځای کړل.

فرانسه او جرمني: که روسیه پر اوکراین برید وکړي بدې پایلې به ولري

د جرمني او فرانسې ګډ بیرغونه

فرانسې او جرمني روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې پر اوکراین به برید بدې پایلې ولري.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلین کې خبري غونډې ته وویل، پاریس او برلین هېڅکله له خبرو سره مخالفت نه دی کړی، خو که روسیه پر اوکراین برید وکړي مسکو ته به ډېره ګرانه تمامه شي.

ښاغلي شولڅ بیا دې خبري غونډې ته وویل، پردې فکر کوي که روسیې برید وکړ څرنګه ځواب ورکړي. د ده په وینا دې برخه کې یې نظر سره ورته دی چې د روسیې نظامي تحرکاتو ته به جدي ځواب ورکړل شي.

تمه ده چې ولسمشر مکرون د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین په تړاو په ټیلیفون خبرې وکړي.

تر دې مخکې د امریکا متحد ایالاتونو او یو شمېر اروپایي هېوادونو ویلي و چې د اوکراین له پولو سره روسیې شااوخوا یو لک پوځیان ځای پرځای کړي دي چې دا وېره یې رامنځته کړې ده چې روسیه پر اوکراین حمله کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG