د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

د پاکستان شيعه ګان تر بريد لاندي دي


په تېرو پنځو کلونو کې د پاکستان پر شيعه ګانو په ځانګړې توګه د بلوچستان پر هزاره وو د سني سخت دريځو ډلو له خوا بريونه ډېر شوي دي. د داسي بريدونو وروستۍ بېلګه د تيرې مياشتې هغه بريد دی چې پکښې د بلوچستان او ايران پر لار سفر کوونکي ۳۰ تنه مسافر ووژل شول.

۳۰۰ شيعه هزاره ګان له هغه وروسته چې په ايران کې د يوه مذهبي ځای د زيارت کولو وروسته له ايرانه پاکستان ته روان وو، د سني اسلامي سخت دريځې ډلې جېش الاسلام له خوا ورباندي د تفتان په سيمه کې بريد وشو.

وسله والو چې ځان وژونکي هم پکښي شامل وو پر شيعه ګانو يې په مرميو او لاسي بمونو بريد وکړ. په دې بريد کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل چې ۹ ښځې او يو کوچنی هم پکښې شامل وو.

له يوې اوږدې نيښتې وروسته، د پاکستان امنيتي ځواکونو دغه بريد کوونکي ووژل.

د ډیپلوماټ خپرونه وايي، دا حمله د پاکستان د شيعه ګانو لپاره يو تريخ حقيقت وو. شيعه ګان په دې هيواد کې د ټول نفوس ۲۰ په سلو کې برخه دي. په يوه بل بريد کې چې د جنوري په ۲۱ له بلوچستانه د تفتان پر لار د شيعه ګانو پر بس تر سره شوی وو، پکښې ۲۲ کسه زيارت کوونکي مړه او زيات شمېر ټپيان شوي وو.

د بلوچستان شيعه کنفرانس مرستيال مشر داود آغا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان حکومت د دې پيښې وروسته هيڅ څوک نه دي نيولي او څوک چې يې نيولي هم دي، بيرته يې خوشي کړي دي. ده زياته کړه چې د دولت له خوا د وژل شوو کسانو د کورنيو سره هم څه مرسته نه ده شوې.

د ډپلوماټ خپرونه وايي ، د لومړي بريد پړه سني وسله والې ډلې لشکر جنګوي پر خپله غاړه واخيسته. لشکر جهنګوي د پاکستاني طالبانو سره تړلې ډله ده چې شيعه ګان کافر بولي او د هغوی وژنه د دين له نظره روا ګڼي.

له دې وروسته، د پاکستان رسنيو راپورونه خپاره کړل چې حکومت د يوه راتلونکي بريد تر پام ونکړ. او له بريده وروسته د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان شيعه ګان له ګوټې څخه تر ايرانه له تللو څخه منع کړل او وې ويل چې حکومت د ټولې لارې امنيت نشي نيولی.

داود اغا ازادي راډيو ته په دې هکله وويل چې دا مهال د شيعه ګانو پر مخ د کوټې او ايران تر منځ لار تر اوسه نا امنه ده او خلک د سوداګرۍ په موخه هم سفر نه شي کولی.

د ډپلوماټ خپرونه وايي، د پاکستان د سني او شيعه وسله والو ډلو تر منځ له لسيزو را په دې خوا فرقوي تاوتريخوالی روان دی. خو په تيرو پنځو کلو کې دا تاوتريخوالی يو اړخيز شوی دی او پر شيعه ګانو د جيش الاسلام او لشکر جنګوي ډلو له خوا بريدونه ډېر شوي دي. له ۲۰۰۸م کال را په دې خوا تر ۵۰۰ څخه زيات هزاره ګان په فرقوي بريدونو کې وژل شوي دي.

د ډپلوماټ خپرونه وايي، دې بريدونو ته د پاکستان د دولت غبرګون د دې حکومت بې کفايتي، بې اعتنايي او په دې بريدونو کې د دې هيواد د امنيتي ادارو شراکت ته اشاره کوي.

داود اغا ازادي راډيو ته وويل چې پر دې پېښو د پاکستان د حکومت بې تفاوته پاته کېدل به خلک پاڅون ته مجبوره کړي او په دې هيواد کې به کورنۍ جګړه پيل شي.

تر هغه وخته چې د پاکستان حکومت د دې تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه اوچت نه کړي، په بلوچستان کې به د شيعه وګړو وژنه روانه وي.

XS
SM
MD
LG