د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې د جمهوري ریاست کاندیدان کولای شي چې؛ تر24 ساعتونو پورې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو په هکله خپل شکایتونه له دې کمیسیون سره ثبت کړي.
د دې کمیسیون ویاند د سې شنبې په ورځ خبریالانوته وویل، چې له ټاکل شوې مودې وروسته به د ثبت شویو شکایتونو څیړل پیل شي.
دغه راز د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د استیناف غوښتنې په دریمه علني غونډه کې د ختیځ او جنوب ختیځو ۷ ولایتونو څه باندې څلور سوه مورده پریکړې وڅيړلې.
د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو د لومړنيو نتایجوله اعلان وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دواړو کاندیدانو ته 24 ساعت وخت ورکړ چې په دې اړه خپل شکایتونه ثبت کړي.
د دې کمیسون ویاند نادرمحسني د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د شکایتونو د ثبت لړۍ د سې شنبې ورځې په سهاراتو بجو پیل او تر څلور ویشتو ساعتونو پورې به دا پروسه دوام ولري:
″موږ د نن ورځې له اتو بجو څخه 24 ساعته د شکایتونو او اعتراضونو د ثبت لپاره وخت ټاکلی دی، نو په دې سره د سبا سهار تر اتو بجو پورې دواړه کاندیدان کولای شي چې د ابتدیي نتایجو په اړه خپل شکایتونه له دې کمیسیون سره ثبت کړي.″
نوموړي وویل چې؛ له ټاکل شوې مودې وروسته به دوي په علني غونډو کې د شکایتونو څیړل پیل کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل.
د دې نتایجو له مخې اشرف غني احمدزي د شپږ پنځوس اعشاریه څلور څلوېښت فیصده رایو په ګټلو له خپل سیال عبدالله عبدالله څخه چې درې څلویښت اعشاره شپږ پنځوس فیصده رایې یې ګټلي مخکې دی.
له بلې خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د استیناف غوښتنې په دریمه علني غونډه کې د لغمان، کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا څلورسوه شل مورده پریکړې و څيړلې.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي په دې اړه وویل:
″نن مو چې کومې څیړنې درلودې 22 قضيې استثنايې، یو مورد نقدي جریمه، درې سوه 82 مورد عدم سمع قضيې، یوه مورد د رایو د بیا شمېرلو په اړه حکم شوی و او یو بل مورد هم د قضيې له وصف سره سم څارنوالۍ ته لیږل شوې.″
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنيو نتایجو په اړه د شکایتونو د ثبت موده په داسې حال کې وټاکله چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله وایي، چې دا نتایج ورته د منلو وړ نه دي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې دا نتایج د تغییر وړ دي.
راپور: ناجیه ساپۍ