د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

جان کري په افغانستان کې د موازي حکومت په اړه اندیښنه وښوده


د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري خبرداری ورکړی چې؛ په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د قانون له چوکاټه وتلی هر راز اقدام به له افغانستان سره د نړېوالو مرستو په زیان تمام شي.

ښاغلي کري د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د ولسمشرۍ د د دوهم پړاو انتخاباتو د مقدماتي نتایجو له اعلان وروسته په دې اړه څرګندونې کړي.

په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ښاغلي کري ویلي دي چې په افغانستان کې د یوه موازي حکومت د جوړولو په اړه د خبرونو خپرېدو سخت اندېښمن کړی.

ښاغلي کري ټینګار وکړ، چې واشنګټن تمه لري د افغانستان د انتخاباتو مسوول کمیسیونونه به د درغلیو او ګډوډیو په اړه دقیقې څېړنې وکړي.

د کري په بیان کې نه دي ویل شوي چې؛ له موازي حکومته د ده هدف څه دی، خو د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د مقدماتي نتایجو له اعلان وروسته د عبدالله عبدالله د دویم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطامحمد نور ته په منسوبه یوه ویبپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی و، چې د دوی ډله به د مقدماتي نتایجو د خپرېدو په غبرګون کې د موازي حکومت د جوړولو په ګډون پر بېلابېلو اقداماتو غور وکړي.

XS
SM
MD
LG