د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۰۰

امریکا په افغان انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه د څیړنو غوښتنه کړې


په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسون د ولسمشرۍ د دویم دورانتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړل، د امریکا متحدو ایالتونو په دې انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په اړه د بشپړو او کره څیړنو غوښتنه کړې ده.

واشنګټن له افغان چارواکو څخه غوښتي، څوچې انتخاباتي ادارو د ځینو رایو په اړه له سره څیړنې نه وي کړي څوک دې د انتخاباتو ګټونکی نه اعلانوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزرات ویاندې جین ساکي وویل، هغه نتایج چې پرون د انتخاباتو کمیسون اعلان کړل وروستي نتایج نه دي او کیدای شي د شکایاتو د کمیسون له څیړنې وروسته بدلون ومومي.

واشنګټن له افغان چارواکو غوښتي چې مخکې له دې چې د افغانستان انتخاباتي بنسټونو د درغلیو د ادعاوو په اړه خپلې څیړنې نه وي بشپړې کړې څوک دې د انتخاباتو ګټونکی نه اعلانوي.

د امریکا د بهرنیو چارود وزارت ویاندې جین ساکي وايي، په شمېرل شویو رایو د بیا غور یا څیړنې د هغو معیارونو له مخې چې دواړو کاندیدانو پرې موافقه کړې ده د ورکړل شویو اته میلونو رایو څخه درې میلونه اغیزمنې کیدای شي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسون په خپلو لومړیو نتایجو کې وویل، چې اشرف غني احمدزي 56.44 فیصده رایې ګټلې او سیال یې عبدالله عبدالله 43.56 فیصده رایې تر لاسه کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، موږ نن، د لومړنیو نتایجو د اعلان شاهدان وو او زموږ درک دا دی چې دا وروستۍ او معتبرې شمیرې نه دي او ښايي د وروستیو نتیجو څرګندوي ونه اوسي.

د نوموړي په وینا د کاندیدانو د رایو اوسنۍ فیصدې کیدای شي د افغانستان د انتخاباتي بنسټونو له موندنو سره بدلون ومومي.

میرمن ساکي زیاته کړه، د تقلب په اړه جدي تورونه شته او باید په دقیقه توګه وڅیړل شي:

″د تقلب په اړه جدي تورونه شته، چې زموږ په نظر په سمه او مناسبه توګه نه دي څیړل شوي. نو دا مهال زموږ تمرکز پردې دی چې په دې انتخاباتو کې د تقلب د ادعاوو او ټولو بې نظمیو په اړه د یوې کاملې او دقیقې څیړنې غوښتنه وکړو.

زموږ په نظر پرانتخاباتي بهیر د افغانانو د باورلپاره دا کار ډیرمهم دی.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، د ولسمشرۍ په دویم دورانتخاباتو کې د دیارلس نیمو میلونو په شرایطو پوره کسانو څخه تر اتو میلونو زیاتو رایې ورکړي. دا شمیر په لومړي دور کې د اوو میلونو په شا او خوا کې وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، دواړه کاندیدان او انتخاباتي ډلې یې باید د ادعاوو په څیړنو کې د انتخاباتو د شکایتونو له کمیسون سره همکاري وکړي.

د نوموړې په وینا دوی باید له پارونکو تبصرو او اعمالو ډډه وکړي او لومړني نتایج دې د خپلې بریا یا ماتې اساس نه ګڼي.

جین ساکي وویل، د امریکا متحده ایالات په ځانګړې توګه د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي او له افغانستان سره به د امریکا ملاتړ پردې بنسټ وي چې دا هېواد یو موټی پاتې شي او د انتخاباتو نتایج معتبر و اوسي.

XS
SM
MD
LG