د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

په یوې سترې بدني تیرویدونکې لار


زیات شمېرلویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د لانجو او ستونزو په اړه مضمونونه او مقالې خپرې کړي دي.

انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې په افغانستان کې د فیسبوک په اړه چې د زیاتو په وینا، د انتخاباتو په روانه لانجه کې د قومي او سمتي مسالو اورته لمن وهي، یو مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي راغلي:

افغان حکومت له هغو اندیښنو سره سره چې د فیسبوک ټولنیزه رسنۍ د انتخاباتو په روانو شخړو کې قومي مخالفتونه رامنځته کوي، د دغې ټولنیزې رسنۍ د بندولو وړاندیز رد کړ.

ګارډین لیکې: د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د انتخاباتو د لانجې له امله د دواړو مشرانو ملاتړې د فیسبوک له لارې یو بل ته بد رد وایي او د شخړو د رامنځ ته کیدو اندیښنې یي پیدا کړی دي.

ورځپاڼې د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند فایق واحدي خبره راخیستې چې وایي، د افغانستان ملي امنیت شوری د یکشنبې په ورځ د فیسبوک په اړه بحث وکړ.

په فیسبوک کې ځیني کسان کرکه او نفرت خپروي او د افغانستان ملي وحدت ته زیات رسوي، خو له بحثونو وروسته امنیت شوری پریکړه وکړه چې فیس بوک دې نه بندیږي.

ګارډین لیکي: په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې د انټرنیټ استعمالونکې زیات شوي او د جمهوري ریاست د کاندیدانو دواړه لورې د دښمنۍ پیغامونه او د درغلیو د ادعاو تصویرونه خپروي.

ګاردین افغانستان ته د ملګرو ملتونو د خاص استازي یان کوبیش خبرې را نقل کړي چې وایي:

په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خواشنینونکې شیان خپریږي او موږ د کاندیدانو له ملاتړو په کلکه غواړو چې د پاروونکو بیانونو، د کرکې رامنځ ته کولو خبرو او د خلکو ترمنځ د بیلتون اچوونې له بیانونو خپرولو ډډه وکړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان لرغونې سوداګریز موقعیت ته چې دا مهال یو ځل بیا د جنوبي اسیا د هېوادونو په سوداګرۍ او سوکالۍ کې مهمه ونډه لري، کتنه کړې او تر دې سرلیک لاندې یي یو مضمون خپور کړی : په یوې سترې بدني تیرویدونکې لار.

ورځپاڼه لیکې:

جنوبي آسیا چې د منځنې ختیځ په څنګ کې پرته ده، د نړۍ ډیر دوستانه جیو پولیټکل یا سیاسي – جغرافیایي ګاونډ او چاپریال نه دی. د کشمیر په لانجه کې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسي پنځوس زره کسان وژل شوي چې دا رقم له ۱۹۴۸ کال یعني د اسرائیلو او فلسطینیانو له شخړې راهیسي د وژل شویو کسانو دري برابره زیات دی.

نه یوازې افغانستان او پاکستان په خپلو کې جوړ نه دي، بلکه هند، بنګله دیش، نیپال او سریلانکا هم یو له بله ستونزې لري او اړیکې یی چندان رغوونکې نه دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، په ۲۰۰۸ م کال کې د هند په ممباي ښار کې د یوې پاکستانۍ تروریستي ډلې له حملو وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د پخلاینې لپاره زیاتې هیلې نه دي پاته.

ورځپاڼه وړاندي لیکې: څه موده وړاندي چې د هند نوي ټاکل شوي صدراعظم نریندرا مودي د لوړی مراسمو ته د ټولو ګاونډیو هیوادونو مشرران وربلل، دا اجندا یي ښکاره شوه چې د هند مشر غواړي د ګاوڼدیانو ترمنځ د ویزو بندیزونه لیري کړي او په خپلو کې پراختیايي تاسیسات، د سوداګرۍ دهلیزونه، د انرژۍ همکارۍ اوپه مصیبتونو او بریړنیو حالاتو کې یو له بله مرستي او همکارۍ زیاتې کړي.

د ورځپاڼې په باور، ددغه ښه لید یا ارادې لپاره تر ټولو غوره لار به داوي چې د سوداګرۍ لرغونې لار چې کابل له چیټاکانګ سره نښلوي، او ۱۵۰۰ مایله اوږده ده، بیا راژوندۍ او وروغول شي. په دي توګه به افغانستان، پاکستان، هند او میانمر سره وصل شي.

د دې لوې لارې ستراتیژیکې موقعیت د افغانستان دی. په امریکا برسیره زیات شمیر هیوادونو د افغانستان د وریښمو لارې بیا رغیدل تصویب کړي او له برکته به یي په سیمه کې خلکو ته کارونه ایجاد او د هیوادونو د خلکو ترمنځ به اړیکې ډیر غښتلي شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د تحلیل په یوه برخه کې لیکې:

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به یا دا سیمه د پاکستان د ستراتیژۍ د عمق یا ژورتیا له امله چې غواړې په کابل کې کمزوری حکومت له ستوني تیر کړي، بیرته د ۱۹۹۰ لسیزي ته لاړه شي او یا ممکن د سوداګرۍ په دهلیز بدله شي چې د مرکزي آسیا انرژۍ او مارکیټونو ته لار خلاصه کړي.

د ورځپانې په باور، دا چې چین او ایران به د یوه امن ختیځ او لویدیځ دهلیز څخه د ایران د انرژۍ او د افغانستان د لیتیوم او مسو له منابعو څخه ګټه واخلي، د شمال او جنوب دهلیز یا لویه ترانزیتي لار به جنوبي او مرکزي آسیا ته ریښتینی ثبات راولي.

XS
SM
MD
LG