د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۰

د عراق پارلمان خپله غونډه وځنډوله


د عراق دولتي ټلویزیون نن [دوشنبه] اعلان وکړ چې د دې هیواد پارلمان خپله راتلونکې غونډه د راتلونکې میلادي میاشتې [اګست] تر دولسمې ځنډولې ده .

د عراق د پارلمان اوله غونډه چې د جولاي په لومړۍ نیټه وه ، په جنجالونو پاى ته ورسیده او وکیلانو په روانه اونۍ کې د غونډې پریکړه وکړه.

دې عراقي وکیلانو تیره اونۍ د پارلمان ریاست ته د کاندیدانو په اړه د خبرو او د یوه تن د غوراوي لپاره بحث وکړ خو له دې امله چې زیات شیعه او سني وکیلان په رخصتیو تللي وو، غونډه له کومې نتیجې پرته پاى ته ورسیده .

د عراق صدراعظم نوري المالکي پلویانو دوې میاشتې مخکې هلته په پارلماني انتخاباتو کې زیاتې رایې وګټلې خو بیا هم په پارلمان کې اکثریت نه لري.

د عراق پارلمان باید دریو عمده پوستونو ، جمهوري ریاست، صدرات او د پارلمان ریاست ته خلک وټاکي .

البته دا درۍ چوکۍ د یوې غیر رسمي معاملې پر اساس د شیعه عربانو، سني عربانو او کردانو ترمنځ ویشل شوې دي.

له بله پلوه ، نن په بغداد کې د عراق د پوځ پر یوه کردي جنرال ډزې وشوې او ووژل شو .

د امنیت په چارو کې د صدراعظم نوري المالکي ویاند ویلي، کردی جنرال نجم عبدالله سودان ، د مخالفو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د المالکي ویاند زیاته کړه چې جنرال سودان د پوځ د هغې قطعې قوماندان وو چې د بغداد ښار د یوې برخې [ابراهیم بن علي ] د امنیت ټينګولو مسول وو او له تروریستانوسره په جګړه کې ووژل شو.

دا ځاى د بغداد په لویدیز کې د ابو غریب په سیمه کې پروت دی.

د عراق پوځي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې د عراق او سوریې اسلامي دولت [داعش] د وسله والو پر ضد جنګیږي.

دې وسله والو ویلي چې د عراق فلوجه ، موصول او رمادي ښارونه یې نیولي او ادعا کوي چې د بغداد په لور د پرمختګ په حال کې دي.

د عراق او شام اسلامي دولت [داعش] وسله والو د عراق او سوریې په هغو سیمو کې چې د دوي تر کنټرول لاندې دي، اسلامي خلافت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG