د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د جايکا موسسې په مرسته به، نوی کابل ښار جوړ شي


د افغانستان دولت د کابل ترڅنګ د کابل د نوي ښارپه نامه يوه بل ښارد اعمار لپاره پلانونه جوړکړي دي چې د جاپان د نړېوالې همکارۍ ادارې يا جايکا او اسيايي پرمختيايي بانک په مرسته ترسره کيږي.

په دې وروستيوکې له کابله د افغان چارواکو يو ټيم هندوستان ته تللی وو، چې هلته د نيا رايپور په نامه جوړشوي ښار د اعمار د پلان، مالي سمبالښت او پراختيا مطالعه وکړي.

د جاپان د نړېوالې همکارۍ ادارې يا جايکا په مرسته به، افغانستان نوی کابل ښار اعماروي.

نوی کابل ښاربه د هېواد نوی پايتخت وي او د ۷۴۰ کیلو متره مربع مځکې په درلودلو سره به د اوسني کابل په دوه کچه لوی وي.

په افغانستان کې دا پروژه د ده سبز پرمختيايي ادارې يا DCDA له خوا پر مخ وړل کيږي.

د افغانستان د ښارجوړولو چارو وزارت د بازار موندنې او خرڅلاو رييس الهام عمر هوتکي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د کابل نوی ښار مفکوره د لومړي ځل لپاره د ۱۳۸۱ کال راپه دې خوا رامنځته شوې وه.

دا ښار د درې میليونه خلکو لپاره پلان شوی دی او تقريباً شپږ لکه کورونه به په کې جوړيږي.

په هر کورکې به د پينځه وګړو اوسېدو ځای وي. دا ښاربه په درې پړاوونو کې پراختيا مومي چې هرپړاو به يې پنځه کاله نيسي.

دا پروژه د جايکا او اسيايي پرمختيايي بانک په مرسته ترسره کيږي.

د ده په وينا د نوي کابل د ښارمفکوره د درې ستونزو له کبله جوړه شوه. يوه دا چې د کابل ښارنفوس ډېرزيات شو او د کورونو د نشتوالي ستونزه رامنځته شوه، دوهم دا چې د بنسټيزو شبکو د نشتوالي موضوع وه چې؛ په اوسني کابل کې د دې شبکو جوړول له اقتصادي پلوه نا ممکنه ده او دريم دا چې په کابل کې د کار د فرصتونو کموالۍ رامنځته شو.

د نوي کابل ښاربه نه یوازې د اوسني کابل د نفوس د تعادل لپاره ګټور وي بلکه د افغانستان په مرکزي زون کې به د يو اقتصادي مرکز په توګه کاريږي چې پر مرکزي ولايتونو به هم خپل مثبت اغېز لري.

افغانستان د هندوستان د چهتيس ګړ ايالت مرکزي ښارنيا رايپور د موډل د مطالعه کولو لپاره خپل چارواکي دې هېواد ته ليږلي دي.

په هندوستان کې د نيا رايپور د موډل د مطالعې د انتخاب په هکله د جايکا مشرسلاکارسعيد انجم د مېل ډېلي خپرونې ته ويلي دي چې؛ ده په دغه هېواد کې د کاميابه شويو ښاري پلانونو بېلګو د راټولولو لپاره دې سيمې ته دوه ځلي سفر وکړ.

ده ويلي دي چې؛ نيا رايپور د پړاويز پرمختيا ترټولو غوره مثال دی.

د نيا رايپور د پلان مطالعه کوونکو افغان چارواکو څخه يوه محمد شعېب صاحبزاده ډېلي مېل ته ويلي دي چې ؛د کابل د نوي ښار په پلان کې د مځکې بېلابېله کارونه شامله ده لکه د استوګنې، تجارتي، تفريحي، زراعت او صنعتي اسانتياوو لپاره. دا پلان به په راتلونکي ۲۵ کلونو کې تر سره شي.

هوتکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې رايپور يوازينی موډل نه دی چې د افغانستان دولتي چارواکو دې مطالعه کړی وي. دی وايي چې د نوي کابل ښار لپاره به د رايپور له موډل څخه د صنعتي پارک د جوړولو په برخه کې مرسته اخلي.

د نورو ښارونو د موډلونو او پلانونو مطالعه د افغانستان د متخصصينو لپاره په دې مهمه ده چې د نړيوالو ميعيارونو سره سم د کابل د نوي ښار د اعمار کار په ښه توګه تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG