د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

مستغني: د "اسیا زړه هېوادونو کنفرانس" لپاره چمتووالی نیول شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د "اسيا زړه هیوادونو کنفرانس" لپاره د پوره چمتووالي خبر ورکوي.

ټاکل شوې چې دا ځل د اسيا زړه هیوادونو څلورم دور کنفرانس د روان میلادې کال د اګست په ۲۹ نیټه د چین په تینجین ښارکې جوړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ دا کنفرانس له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان په نوښت جوړیږي.

نوموړي وویل چې، افغانستان د دې کنفرانس جوړېدو لپاره بشيړ چمتووالی لري.

"د [اسيا زړه هیوادونو کنفرانس] یا اسټانبول پروسې لپاره چمتووالۍ بشپړ شوي او دا اونۍ د دې پروسې د لوړ پوړو چارواکو جلسه به په چین کې ترسره کیږي."

ښاغلي مستغني وویل، چې په دې کنفرانس کې تر ډیره په دې خبرې کیږي چې؛ په سیمه کې د نا امنیو، نشه یي توکو او تروریستي فعالیتونو پرضد څنګه مبارزه وشي او څنګه کیدای شي چې؛ په اقتصادي او نورو برخو کې د دې هیوادونو ترمنځ هماهنګي او همکاري رامنځ ته شي.

د اسيا زړه هیوادونو په کنفرانس کې د افغانستان په ګډون ۱۴ هیوادونه غړیتوب لري؛ چې له ۱۷ نورو هیوادونو او ۱۲ سازمانونو له خوا يې ملاتړ کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمې په کچه د دا ډول کنفرانسونو جوړېدل مهم بولي او وايي چې، هر کال دا کنفرانس د افغانستان او یوه بل غړي هیواد په مرسته جوړیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لیوال وايي؛ دغه کنفرانس دا ځل باید دپام وړ لاسته راوړنې ولري.

د اسیا زړه د سیمې د هیوادونو له کنفرانس څخه مخکې هم په سیمه کې د روانو ستونزو او نا خوالو په اړه په بیلا بیلو هیوادونو کې سیمه ییز او نړیوال کنفرانسونه جوړ کړي؛ خو کتونکي انتقاد کوي چې، لازمه نتیجه ورڅخه نه ده ترلاسه شوې.

د سیاسي چارو څیړونکي هم همدې ټکي ته ګوته نیسي او وایي، ترهغې چې د سیمې هیوادونه د یوبل پر وړاندې مثبت سیاست غوره نه کړي اوښې اړیکې ونه لري، ګمان نه کوي چې، دا ډول کنفرانسونه مثبته نتیجه ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG