د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

امریکا په افغانستان کې د بریتانیا د هوایي خاصو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې


ډېلي سټار:

بریتانوۍ ډېلي سټار ورځپاڼه، "امریکایانو په افغانستان کې د بریتانیا د هوایي خاصو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې"، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي؛ دو لوړ رتبه امریکایي جنرالانو په افغانستان کې د بریتانیا د جنګي خاصو هوایي ځواکونو یا (SAS) پاتې کېدل د دې هیواد د امنیت لپاره مهم بللي دي.

د امریکا د خاصو او سمندري ځواکونو د عملیاتو قومندان "اډمیرل بیل مک ریوین" او د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو مشر جنرال "جوزیف ډنفورډ" غواړي چې دغه جزوتام تر۲۰۱۸ کال پورې په افغانستان کې پاتې شي.

ډېلي سټار لیکي، که څه هم د بریتانیا اکثره ځواکونه نور په جنګي عملیاتو کې ګډون نه کوي؛ خو د بریتانیا د هوایي خاصو ځواکونو جزوتام چې د پوځیانو شمیر یې ترسلو پورې رسیږي؛ په دې هیوا کې خاصو عملیاتو ته دوام ورکوي.

د ورځپاڼې په وینا، دغه غوښتنه څو ورځې وروسته له هغې رابرسیره کیږي؛ چې دغو ځواکونو په یوه پټ ماموریت کې ګډون کړی و؛ ترڅو طالبان پرینږدي چې؛ د هلمند سنګین ولسوالۍ ونیسي.

ډېلي سټار لیکي، له ۲۰۰۶ کال راهیسې پردې سیمې د کنټرول لپاره جګړو کې په سلګونو بریتانیایي او امریکایي عسکر وژل شوي دي.

د سنګین کنټرول لومړی د بریتانیایي او وروسته هم د امریکایي ځواکونو په لاس کې و؛ چې اوس یې امنیتي مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته ورله غاړې دی.

خو طالبانو هم په دې موده کې هڅه کړې چې؛ دغه سیمه بېرته ترخپلې ولکې لاندې راولي.

د ډېلي سټار په وینا افغان قومندانانو وروسته له هغې د بریتانیا د خاصو هوایي ځواکونو د ملاتړغوښتنه وکړه چې؛ په سیمه کې د وروستیو جګړو په ترڅ کې ورته ډېرتلفات ورسېدل.

دغو ځواکونو د وسله والو مخالفینو پرڅو دقیقو اهدافو بمبارۍ وکړي چې؛ په نتیجه کې یې په لسګونو وسله وال ووژل شول او د هغوی یو زیات شمېر ونیول شول.

ډېلي سټار لیکي، د بریتانیا د هوایي ځواکونو ځانګړې قطعه په کابل کې د ګډو خاصو ځواکونو د قومندانۍ یوه برخه ده چې؛ د امریکا، اسټرالیا او یوشمېر نورو هیوادونو له ځانګړو ځواکونو سره یوځای جنګي ماموریتونه پرمخ وړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې هغه امریکایي پوځیان چې پخوا یې د عراق په جګړه کې برخه اخیستې وه؛ د عراق وروستي کړکیچ سخت اندیښمن کړي دي.

ورځپاڼې د افغانستان په ختیځ کې د امریکایي پوځي ډګروال "سامویل وایټ هرسټ" خبره را اخیستې؛ چې وایي، کله چې دی په عراق کې په چټکۍ د وضعیت د خرابیدو څخه خبر شو؛ نو د عراق د سامرا ښاروال ته یې چې د ده ملګری و؛ ایمیل واستاوه ترڅو د احوال پوښتنه یې وکړي.

دی وایي، کله چې اسلامي سخت دریځو وسله والو د جون د میاشتې په لومړیو کې موصل او یوشمېر نور شمالي ښارونه ونیول او کله چې یې یوغمجن خبر واورید چې؛ عراقي ډګروال غیث سمیع چې هغه مهال ده؛ ورته د سامرا د ښار امنیتي چارې سپارلې وي؛ وژل شوی، نو دی د خپل ملګري د سامرا د ښاروال چې په عراق کې د ماموریت په دوره کې ده ته ډېر نژدې شوی و؛ په فکر کې شو.

وایټ هرسټ چې په پکتیا کې د غرنۍ لسمې فرقې د دریمې جنګي لوا مشر دی؛ واشنګټن پوسټ ته ویلي، د عراق د وضعیت له خرابېدو سره؛ دی د هغو کسانو په فکر کې شو؛ چې هلته له ده سره ملګري شوي او غوښتل یې پوه شي، چې څه ورسره پیښ شوي دي.

جنرال "جوزیف انډرسن" چې ۴۲ میاشتې یې په عراق کې خدمت کړی؛ وایي، دې ته په پام سره چې ټولو په دې هیله چې دا هېواد پرمختګ وکړي کار کاوه.خو کله چې تاسو وینئ چې، هرڅه له منځه ځي، سړی ډېر خواشینی کیږي.

انډرسن چې اوس په افغانستان کې د امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو د قومندانۍ د تکتیک د چارو مشر دی؛ واشنګټن پوسټ ته ویلي، کله چې د هغو کسانو له خوا لیکونه، ایملونه او نورپیغامونه ترلاسه کړئ؛ چې یو وخت یې ترلاس لاندې درته کار کاوه او درڅخه غواړي چې، که کولای شئ کورنۍ یې وباسئ، دا سړی ډېر ځوروي او سړي ته داسې احساس پیدا کیږي چې هرڅه ختم دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، که څه هم تل دا ګرانه برېښېده چې؛ د عراق او افغانستان وضعیت او پر دواړو هېوادونو د امریکا د پوځي حملې نتایج له یوبل سره پرتله شي؛ خو د یوشمېر تشابهاتو په اړه تېروتنه نشي کیدای.

خو ورځپاڼې له یولړ څرګندونو وروسته د جنرال انډرسن دا خبره رااخیستې؛ چې وایي، ده هڅه کړې چې، د عراق په اړه خپل احساسات کنټرول کړي او زیاتوي دا سړی تر فشار لاندې راولي؛ خو په عین حال کې دغه وضعیت ستاسو اراده لاپیاوړي کوي؛ ترڅو دا یقیني کړي چې، هرهغه څه چې دلته یې سرته رسوو هغه دوام وکړي او سړی باید تل خوشبین واوسي.

XS
SM
MD
LG