د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

افغان حکومت وايي فېسبوک نه بندوي


امنيت شورا که څه هم د فېسبوک د تړلو پرېکړه ونه کړه، خو کاروونکو ته يې لارښوونه وکړه، چې دا او نورې ټولنيزې شبکې د ملي يووالي د زيانمنولو لپاره ونه کاروي.

د فېسبوک د تړلو پر مسئله د ولسمشر کرزي په کوربه توب د يکشنبې په ورځ د ملي امنيت شورا په غونډه کې خبرې وشوې.

د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي ازادۍ راډيو ته وويل په دې غونډه کې د فېسبوک د تړلو پرېکړه ونه شوه:

”په مسوولانه ډول د ټولنيزو شبکو پر کارونې بحث وشو، خو د فېسبوک ټولنيزې شبکې د بندولو په اړه کومه پرېکړه ونه شوه، مګر ټينګار وشو چې د فېسبوک په ګډون د ټولنيزو شبکو کاروونکي دې له دې وسيلې د ملي يووالي د زيانمنولو لپاره کار نه اخلي.

لا هم څرګنده نه ده افغان حکومت به په ټولنيزه شبکه فېسبوک او نورو پاڼو کې د هغې مسئلې په وړاندې چې د ملي يووالي زيانمنېدل يې ګڼي، څه عملي اقدام کوي.

داسې انتقادونه کېږي چې ځينې کړۍ هڅه کوي، د ولسمشرۍ د دويم ځلي انتخاباتو له روان کړکېچ نه په استفادې د فېسبوک له لارې په خلکو کې د کرکې او بېباورۍ فضا ايجاد او قومي مسايلو ته لمن ووهي.

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئيس رحمت اله نبيل څو ورځې مخکې له ولسمشر کرزي نه وغوښتل چې په افغانانو کې د نفاق د مخنيوي لپاره دې د فېسبوک د تړلو پرېکړه وکړي.

ښاغلى نبيل د چهارشنبې په ورځ له کورنيو چارو او دفاع وزيرانو سره يوځاى د هلمند د جګړې او په افغانستان کې د ناامنيو د زياتېدو په ارتباط د ولسي جرګې غونډې ته ورغوښتل شوى و.

رحمت اله نبيل وکيلانو ته وويل د رواني امن په خاطر يې د فېسبوک د بندولو غوښتنه کړې وه:

”د رواني امنيت د نشتوالى يو علت ورځني بحثونه او د فېسبوک حسابونه دي. ما د فېسبوک د بندولو پېشنهاد وکړ، خو ولسمشر وويل چې دا د بيان ازادۍ ته يوه ضربه ده. ځينې کسان چې په فېسبوک کې پاروونکې خبرې ليکي، ټول له افغانستانه بهر دي. څوک په جرمني او څوک په ايران کې دى يا هم څوک د پاکستان له کوټې ليکنې کوي. يو محصل او زده کوونکى به متوجه نه وي خو موږ بايد په شديد ډول متوجه واسو.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د ولسمشرۍ په دويم ځلي انتخاباتو کې د درغليو د اعاوو پر سر جنجالونه د دې سبب شوي چې د دواړو کانديانو پلويان په فېسبوک کې توندې او پاروونکې تبصرې وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان دوې اوونۍ مخکې خبردارى ورکړ، چې دغه ډول پاروونکې تبصرې په افغانستان کې ناامني زياتوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ين کوبيش د دواړو کانديدانو له پلويانو وغوښتل په ټولنيزو شبکو لکه فېسبوک کې داسې تبصرې ونه کړي، چې په خلکو کې نفاق رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG