د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

سعادت: په انتخاباتو کې مشورې په مداخلې بدلېږي


د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د ولسمشر د مرستیالانو، ملګرو ملتونو او د ځینو هېوادونو د سفیرانو سلا مشورې د هرې ورځې په تېرېدوسره په لاس وهنو بدلیږي، چې باید په جدي توګه یې مخه ونیول شي.

عبدالستار سعادت د یکشنبې په ورځ د شمال زون د پنځو ولایتونو بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د شکایتونو څیړنې د استیناف غوښتنې په علني غونډه کې وویل؛ د انتخاباتو کمېسیون باید د خپل هغه واک له مخې چې لري یې؛ په جدي او قاطع ډول پریکړې وکړي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید خپل کار د ولسمشر د مرستیالانو د میزونو له سره د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او د ملګروملتونو له دفتر چې همکاري او مشورې په مداخلې بدل شوي خپل کارونه راټول کړي."

د ښاغلي سعادت په خبره که چېرې د انتخاباتو کمېسیون په خپلو کارونو کې د بیلا بیلو ارګانونو او اشخاصو لاسوهنې بندې نه کړي؛ نو د دې کمېسیون غړي به په کې ملامت وي.

همدارنګه عبدالستار سعادت وايي؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په خپل وخت د لومړنیو نتیجو له نه اعلانولو سره دانتخاباتو قانون نقض کړی.

"له بدمرغه د انتخاباتو کېمسیون د قسمي پایلو د اعلان په ځنډولو سره قانون نقض کړی او هم په ځانګړې توګه په پروسه کې د د خیلو خواوو له لوري؛ یاده خوا همدا اوس د افغانستان نافذو قوانینوته درناوی نه کوي؛ پرځای د دې چې قانوني ادرسو ته مراجعه شوې وای؛ هغه ونه شوه البته پروسه زموږ له نظره مکمله ده."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو پروسه بشپړه ده اوځینې کړۍ او اشخاص دې سیاسي اړخ نه ورکوي؛ ځکه چې دا یوه تخنیکي اوحقوقي موضوع ده.

د دې کمېسیون رییس د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو نه وغوښتل چې؛ د انتخاباتي کمېسیونونو پریکړوته انتظار وباسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو لومړني نتایج سبا د دوشنبې په ورځ او وروستۍ نتایج یې د همدې میاشتې په یودیرشمه اعلان کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG