د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

رادفر: په دوهم دورانتخاباتو کې ۲۲ رسنۍ جریمه او یوه هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شوې


Afghanistan -- A family stands at a TV and satellite shop in Herat, 12Dec2009
Afghanistan -- A family stands at a TV and satellite shop in Herat, 12Dec2009

د افغانستان دانتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسینوکمېسیون د جمهوري ریاست په دویم دور انتخاباتو کې ۲۴ رسنۍ د سرغړاونوله امله په نغدې اونورو جریمو محکومې کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون وايي؛ د ولسمشرۍ په دوهم دورانتخاباتو کې ۲۲ رسنۍ جریمه او یوه هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شوېده.

د دې کمېسیون مرستیال حشمت الله رادفر د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل؛ زیاتو رسینو د سکوت په دورکې له قانون نه سرغړونه کړې.

نوموړی زیاته کړه، چې دا پریکړه د دې کمیسیون له خوا له ډیرې څیړنې وروسته شوې:

"دعوت هغه ټلویزن دي چې موږ مجبوره یو هغه لوي څارنوالي ته معرفي کړو؛ زموږ ارزیابۍ ښیي دې ټلویزون په دوهم دور انتخاباتو کې هیڅ انتخاباتي نشرات نه درلود؛ خو دوی خپلې نغدي جریمه پر خپل وخت نه ده ورکړې؛ موږ پرته له دې چې دا ټلویزون لويې څارنوالۍ ته ور وپیژنو نوره لار نه لرو او همداسې چلند به په بلخ ولایت کې د مهر ټلویزون سره هم وشي."

ښاغلی رادفر زیاتوي، جریمه شوي رسنۍ وخت لري چې؛ د همدې میلادي میاشتې تر پایه خپلې جریمې پرې کړې.

نوموړي وویل، چې درې رسنیو ته به اختارنامې ولیږل شي چې؛ بیا داسې کومه سرغړاونه ونه کړي.

راه فردا، آیینه، افغان او نګاه هغه ټلویزونونه دي چې؛ د یولک افغانۍ په ورکولو جریمه شوي دي او دعوت ټلویزیون هم لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

ښاغلي رادفر وویل، د دې کمېسیون څیړنې ښکاره کوي چې؛ جریمه شویو رسنیو د سکوت دوره نه ده مراعات کړې یواړخیزې خپرونې یې کړي او د انتخاباتو په ورځ یې یوه ځانګړي کاندید ته کمپاین کړي.

د دې کمېسیون چارواکي وايي، د جمهوري ریاست په لومړی دور انتخاباتو کې هم ځینو رسنیو د سکوت په دوره او د انتخاباتو په ورځ یو اړخیزې خپرونې او د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کمپاین کړی و.
هڅه مو وکړه چې، د دعوت ټلویزون د مسوولانو نظرهم واخلو؛ خو په دې کار ونه توانیدو.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رسنیو کمیسیون په انتخاباتي پروسه کې د رسنیو پر فعالیتونو د څارنې په هدف جوړ شوی او د جمهوري ریاست د انتخاباتو په لومړي دورکې یې هم ځیني رسنۍ له قوانینو نه د سرغړونې له امله جریمه کړې وې.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG