د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

پاکستاني وسلوال له پوځ نه د بچ کېدو لپاره ږيرې او وېښته خريي


په سلګونو طالب جنګياليو څو اوونۍ مخکې تر دې چې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمه کې عمليات پيل کړي، د وېښتانو په کمولو خپله څېره بدله کړې ده.

دوى د دې لپاره چې کډوال وبلل شي او له نورو اسانتياوو ګټه واخلي-- دا کار کړى دى.

اعظم خان د شمالي وزيرستان په عمومي ښار ميرانشاه کې يو مشهور سلمان و، د ده په څېر نژدې پنځه لکه نور کسان د هغو عملياتو له کبله له خپلې سيمې بېځايه شوي، چې د پاکستاني پوځ له خوا له تېرې مياشتې راهيسې په سيمه کې روان دي.

ده د فرانسې خبري اژانس ته وويل، د پاکستاني پوځ له خوا په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو تر پيل مياشت مخکې د ده کار و بار ډېر ښه شو، ځکه سخت دريځو وسلوالو هڅه کوله خپلې اوږدې ږيرې وړې او اوږده وېښتان لنډ کړي.

اعظم خان وويل: ”مخکې تر دې چې امنيتي ځواکونه هلته پوځي عمليات پيل کړي، ٧٠٠ ځايي او ازبک جنګياليو خپلې ږيرې او وېښتان لنډ کړل“.

دغه سلمان دا خبرې د خيبرپښتونخوا په بنو کې په يوه دکان کې د خلکو د وېښتانو د کمولو پر مهال وکړې، چې اکثريت ملکيان دې سيمې ته د عملياتو له کبله راکډه شوي دي.

اعظم د څو کلونو لپاره د وسلوالو په غوښتنه د تحريک طالبان پاکستان د وژل شوي مشر حکيم اله مسعود وېښتانو ته ورته د خلکو وېښته جوړول.

خو دغه سلمان وايي په مې مياشت کې وسلوالو کسانو د خپلو وېښتانو سټايل بدل کړ.

د ده په خبره د طالبانو هماغه مشران راغلل او خپلې ږيرې يې وړې کړې او دا يې ويل چې خليج ته روان دي او نه غواړي د پاکستان په هوايي ډګرونو کې څوک جنجال ورته جوړ کړي.

ده د فرانسې خبري اژانس ته ويل، هغه ازبک او تاجک جنګيالي به هم سلمانۍ ته ورتلل چې په سيمه ييزه ژبه يې خبرې نه شواى کولاى.

اعظم وايي دوى به يوازې يو څو پښتو کلمات کارول: ملګرې، ماشين، زيرو او اسلام اباد.

د ده په وينا، دغو طالب مشرانو خپلې ږيرې وخريلې او ويل يې چې اسلام اباد ته د تګ جوګه شي.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، د پاکستان پوځ د جون پر ١٥مه د وسلوالو پرضد په قبايلي سيمه کې پوځي عمليات پيل کړل.

د پاکستان پوځ ژمنه کړې د دې لپاره چې په اټومي وسلو په دې سمبال هېواد کې د وسلوالو د تروريستي بريدونو مخه ونيسي غواړي په سيمه کې د دوى مهم مرکزونه له منځه يوسي.

ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته د پاکستان قبايلي سيمه له کلونو راهيسې د سخت دريځو وسلوالو، د القاعده جنګياليو، پاکستاني طالبانو، دغه راز د ازبک او اويغور وسلوالو په څېر د بهرنيو جنګياليو ځاله ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ نن وويل چې جنګي الوتکو يې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو مرکزونه ويشتلي دي.

پوځ ادعا کوي چې په پروني بريد کې يې ګڼ ازبک او ځايي وسلوال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG