د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

خوستوال په ټاکلي وخت د ټاکنو د پایلو غوښتنه کوي


نجیب الله الوخېل

د خوست یو شمېر مدني فعالان او خلک د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له چارواکو غواړي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې په ټاکلي وخت د مهالویش سره سم اعلان کړي، له هغې پرته به د ولسواکۍ پر منلو اصلونو او د ټولټاکنو په بهیر د ولسونو باور ته دروند زیان واوړي او هېواد به د سیاسي کړکیچ سره مخامخ شي.

د خوست یو شمېر مدني فعالانو او خلکو ازادۍ راډيو سره په خبرو کې انديښنه څرګنده کړه، چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ او د مشخصو ډلو له خوا په پراخو درغلیو د ټاکنو د ملي بهیر تورنول ولسونه په ولسواکۍ او د ټاکنو په ملي بهیر بې باوره کوي او په اوسنیو نازکو شرایطو کې افغانستان لا زیات د سیاسي کړکیچ سره مخامخوي.

دوی وايي، د افغانستان خلکو په ډېرو سختو شرایطو کې په ټاکنو کې برخه واخیسته او په پراخه کې يې خپلې رای وکارولې، خو یو شمېر داخلي ډلې او بهرني هېوادونه غواړي ددې پروسې بریالیتوب تر سیوري لاندې راولي.

د ورزشکارانو د ملي اتحادیې د سویل ختیز زون مشر قمرخان کامران د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه غواړي، چې د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې په خپلو ټاکلو وختونو اعلان کړي:

((د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه په جدي توګه غواړو د ولسمشرۍ وروستۍ پایلې دې په خپل وخت اعلان کړي، که اعلان نه شي، دا به د خلکو د پاکو او سپینو رایو سره لویه جفاء وي او ولسونه به د راتلونکې له پاره په ټاکنو او ولسواکۍ بې باوره شي.

غواړم یادونه وکړم، د سیمې هېوادونه د خپلو شومو اهدافو د رسیدو له پاره د افغانستان وضع بحراني او کړکیچن حالت ته بوځي.))

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي ازادۍ راډیو سره د علماوو په استازیتوب وايي، چې د انتخاباتي ډلو تر منځ د راپيداشویو اختلافونو نه مخالفین د ځان په نفع ګټه پورته کوي، نوموړی وايي، که ټاکنې په خپل وخت اعلان نه شي، نو دا به د ملت د ارادې او قربانیو سره جفاه وي.

د خوست یو تن مدني فعال محمدیونس اهنګر وايي، چې د ټاکنو بهیر د توطیو او دسیسو سره مخامخ دی، نوموړی د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ټاکنیزو ډلو غواړي، چې د ټاکنو کمیسیون پریکړې ومني او یاد کمیسیون هم باید د قانون سره سم نتایج په ټاکلي وخت اعلان کړي:

((که رښتیا ووایم، د جوزا په ۲۴ مه ټاکنې یوه افغاني حماسه وه، چې باید تل يې افغانانو نمانځنه کړې وای، خو افسوس چې د افغانانو دا ستره لاسته راوړنه د توطیو او دسیسو قرباني شوه او په افغانستان کې د سیاسي قدرت لومړنۍ انتقال هم د بدنامیو سره مخامخ شو.

موږ افغانان باید زغم او حوصله ولرو او خپل برخلیک تر دې زیات د نورو لاسته ونه غورځوو، باید د دواړو نوماندانو ټاکنیز دفترونه د ټاکنو کمیسیون پریکړې او اعلان شوې نتیجې ومني او هېواد مو تر دې زیات د بحراني کیدو څخه وژغوري، کنه ګرم او مقصر لوری ته به د دې مسلې تاریخي مسوولیت متوجه وي.))

د خوست یو تن قومي مشر هم په افغانستان کې شته سیاسي او امنیتي ستونزو په اړه انديښنه انديښنه ښيي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون څخه په ټاکلي وخت د انتخاباتو د پایلو د اعلانیدو غوښتنه کوي:

((زه محمدالدین د مندوزیو د قوم مشر غواړم، چې د ټاکنو پایلې په خپل وخت اعلان شي، په دې کې ځنډ رانشي، ځکه په دې کې عام خلک او ولسونه د ډېر مشکلاتو سره مخامخ دي، زموږ قوم حتا ټول ولس په ډېره میړانه او زړورتوب خپلې رایې وکارولې.))

یاده دې وي، د خوست اوسیدونکي او مدني فعالان داسې مهال په ټاکلي مهال د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو غوښتنه کوي، چې افغانستان ته امریکايي سناتورانو په خپل وروستۍ سفر کې خبردارۍ ورکړی، که روانو انتخاباتي ناندرو ته د هواري لار ونه موندل شي؛ په دې هېواد کې به سیاسي بحران رامنځته شي چې؛ د افغانستان سره به د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې هم کمې کړي.

XS
SM
MD
LG