د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۰

احمد زبير ژمن يو ژمن خبريال، ژباړن او ليکوال و


مرحوم احمد زبیرژمن

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو یو شمېرکاروونکو، خبریالانو، د خبریالانو بنسټونو او ځیني دولتي چارواکو د ازادۍ راډیو د خبریال زبیر ژمن د مړینې په اړه لیکنې کړي او د هغې د مرګ په اړه یې خپله خواشینې په ډاګه کړې.

د ازادۍ راډیو د خبریال زبیرژمن مړینې د افغانستان د مطبوعاتو د ټولنې غړي او د هغه اوریدونکي ډېرغمجن کړي دي.

په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه د فیسبوک ډېر شمېر کارونکو، خبریالانو او دولتي چارواکو د ژمن د ځوانیمرګۍ په اړه لیکنې کړي دي.

افغان خبریال اجمل تورمان لیکلې، ژمن صیب ځوانیمرګۍ دې د زړه ستنې راماتې کړې.
نه مې درسره وروستی دیدن وشو او نه مې دې تابوت ته اوږه ورکړه.
دې ناځوانه مرګ دې ځوانۍ ته هم ونه کتل ؟ ستا لیاقت او عاجزۍ ته هم ونه کتل؟
دا څنګه درد و، چې داسې یې وخوړې؟
ما خو ویل، چې زما جنازه به په تاسې درنه وي، خو که داسې یو یو رانه ځئ نو زما به هم سخت د بې کسۍ مرګ وي.
د کورنیو چارو ویاند صدیق صدیقي په خپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې زموږ د ګران دوست زبیر ژمن مړینې موږ ټول ډېر غمجن کړي یو، زه په کورنیو چارو وزارت کې د خپلو همکارانو په استازیتوب خپل د ډاډګیرنې مراتب د هغه کورنۍ او همکارانو ته وړاندې کوم، روح دې یې ښاده او یاد دې یې تل ژوندی وي.

د بې بې سې خبریال حفیظ معروف بیا د ځوانې مرګ ژمن په اړیه لیکلي، له خندا ډکه خوله، دروند شخصیت، با استعداد ځوان، که هره ښېګڼه وایې، په ده کې وه.

له ملګرتوب ورها خوا مو، په خپل مسلک کې ډیرې تجربې او خاطرې سره لرلې. دوه کاله وړاندې په چاپان کې د توکیو اقتصادي غونډې ته یوځای تللې وو. د کنفرانس وخت کم و خو کار خورا ډیر و. د ده بیا بیخي ډیر وه، ځکه هر ساعت به یې پښتو او دري خپرونو ته په ژوندۍ بڼه د غونډې حال ورکاوه.

خو د شمشاد ټلویزیون خبریال حدیث پردیس بیا د ژمن د مړینې په اړه دا شعر لیکلې دي. ارمان ارمان ښکلي یادونه لاړل
تنکي ځوانان لکه ګلونه لاړل
د ځوانیمرګ زبیر په یاد ژاړم
روح یې په هغه دنیا ښاد غواړم
د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رییس او د ځوانې مرګ ژمن ملګري کبیر حقمل د هغه د مړینې په اړه داسې لیکلې دي:

زبیر جانه، ما وبخښه، چې پرجنازه مې دې هومره ونه ژړلای شوای لکه څومره دې، چې په ژوند خندولی یم.

ماته دې بې روحه جسد مخې ته پروت و، ملګري له ټوکو ټکالو ډېر لرې ستا پر بېلتون ژړېدل خو د هیچا زړه و نه چاودېد.

هغه شېبې مې مخامخ پر وړاندې څرګندېدې، چې له لیدو سره سم به مو خندا پیل کړه او خدای پامانی به مو هم په خندا کاوه.

زبیره، ته ناځوانه یې، چې موږ دې یو په یو یوازې کړو او که موږ، چې زړه مو نه در پسې چووي؟؟؟

په همدې حال کې د خبریالانو یو شمېر بنسټونو د زبیر ژمن د مړینې په اړه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

د افغانستان د خبرنګارانو مرکز په یو پیغام کې، د ازادۍ راډیو د خبریال زبیر ژمن مړینه یوه لویه ضایعه بللې او د هغه کورنۍ او همکارانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

افغان اسلامي اژانس، د لوګر د خبریالانو ټولنې، د لوګر والي او د دې ولایت د ولایتي شورا مشر، د افغانستان په شمال کې د خبریالانو ټولنې او ځینو نورو بنسټونو هم د زبیر ژمن د مړینې په اړه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي او د هغه مړینه یې د مطبوعاتو لپاره لویه ضایعه بللې.

XS
SM
MD
LG