د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

د اشرف غني او عبداله تخنیکي او سیاسي ټیمونه غواړي خپلمنځي خبرو ته دوام ورکړي


د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ټیمونه وايي؛ د انتخاباتي لانجې د حل لپاره به یې تخنیکي او سیاسي ټیمونه خپلمنځي خبرو ته دوام ورکړي.

که څه هم جمهوري ریاست ته د دواړو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی د تخنیکي او سیاسي ټیمونو ترمینځ د خبرو لومړی دور د جمعې په ورځ پای ته ورسید؛ خو نتایج یې تراوسه معلوم شوي نه دي.

د تحول او تداوم او اصلاحاتواو همپالنې د انتخاباتي ټیمونو استازیو د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په پام کې ده چې، د دواړو ټیمونو ترمینځ دغه خبرې؛ نورې هم دوام وکړي.

د اصلاحاتو او همپالنی د ټیم مرستیال محمد اله حیدري وویل؛ د انتخاباتي لانجې د اوارۍ لپاره په کار ده چې؛ د دواړو لورو تخنیکي او سیاسي ټیمونه یو له بل سره نورې خبرې هم وکړي:

"دوه ټیمونه، سیاسي او تخنیکي چې جوړ شوي ترمینځ یې مذاکرات روان دي چې وتوانیږي د تخنیکي نظره د یو ځانګړي پروګرام په چوکاټ کې د څارونکو په موجودیت کې تقلب وڅیړي."

ښاغلي حیدری وویل، ترهغې چی پاکې رایې له ناپاکو جلا نه شي؛ د انتخاباتو د کمیسیون له خوا به دانتخاباتو د لومړنیو نتیجو اعلان ونه مني.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیره اونۍ ویلي وو؛ چې د جمهوری ریاست د انتخاباتو لومړي نتایج به د سرطان د میاشتی په شپاړسمه نیټه یعنې راتلونکې دوشنبه اعلان کړي.

بلخوا د تحول او تداوم ټیم سره له دې چې وايي؛ د انتخاباتي لانجې د هوارولو لپاره د دواړو ټیمونو ترمنځ د مذاکراتو لړۍ روانه ده؛ خو د دې ناستو او خبرو اترو د نتایجو په هکله څه نه وايي.

د دې انتخاباتي ټیم غړي طاهر زهیر ازادې رادیو ته وویل؛ د دواړو ټیمونو ترمنځ روانې خبرې اترې باید د انتخاباتو د نتایجو د اعلانیدو مخه ونه نیسي:

"هڅه کیږي چې دا ناستې دوام وکړي او د لانجې اواری ته لارې وموندل شي. خو دا ناستې په دې مانا نه دي چې د انتخاباتو نتایج بدل کړي.

موږ په دې تاکید کوو چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د قانون او مهال ویش سره سم، د انتخاباتو لومړي نتایج اعلان کړي."

تردې مخکې دوو امریکایي سناتورانو جان مککین او لیندزې ګراهام له دواړو کاندیدانو سره لیده کاته کړي او دواړو کاندیدانو دا خبرې مهمې بللي.

دا چی روانې هڅې به د افغانستان د جمهوری ریاست د انتخاباتو روانه لانجه ترکومه حده هواره کړي؛ وخت به یې ځواب ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG