د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

اشرف غني وايي د نتایجو نور ځنډیدل ورته د منلو نه دي


د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ټیم د سرطان پرشپاړسمه د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو د ابتدايي نتایجو پر اعلانیدو ټینګار وکړ.

ډاکتر اشرف غني احمدزي د شنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس کې وویل؛ چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو داعلان موقتي ځنډیدل یې د ملي ګټو د تامین په خاطر منلي؛ خو د نتایجو نور ځنډېدل ورته د منلو وړ نه دي.

ښاغلي احمدزي همدا رنګه وویل، د لومړنیو نتیجو د اعلان د ځنډیډو په برخه کې هیڅ ستونزه نشته.

"د دې لپاره چې د پروسې شفافیت په کامله ډول او مطمینه ډول عملي شي؛ موږ ومنله چې ۱۹۳۰ محله د تفتیش لاندې راشي. زموږ دریځ روښانه دی، چې مقدماتي نتایج باید د سرطان په ۱۶ د افغانستان له ولس سره شریک شي. هېڅ ډول ستونزه وجود نه لري، چې خنډ رامنځ ته شي."

ښاغلي اشرف غني احمدزي زیاته کړه چې، باید د انتخاباتو لومړني نتایج د سرطان په ۱۶مه؛ وروستي هغه یې د سرطان په ۳۱ او د نوي جمهور رییس د لوړې مراسم باید د اسد میاشتې په یوولسمه نېټه تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د جمهوري ریاست کاندید عبداله عبداله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالني ټیم وړاندې ویلي وو؛ تر هغه چې پاکې رايې له ناپاکو هغو نه وي بیلې شوي د لومړنیو نتجو اعلانیدل ورته د منلو وړ نه دي.

ټاکل شوې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو لمړني نتایج د راتلونکې دوشنبې په ورځ چې د سرطان ۱۶ کیږي؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شي.

XS
SM
MD
LG