د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

روسیي پلوي وسله وال د اوکراین له سلویانسک څخه تښتیدلي دي


د اوکراین جمهور رییس پټرو پورشینکو د دې هېواد پوځ ته امر کړی چې؛ په ختیځ ښار سلویانسک کې د اوکراین ملي بیرغ پورته کړي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر ویب پر ویب پاڼه نن ویل شوي: "جمهور رییس امر کړی چې، د سلویانسک ښار پر دولتي ودانیو دې دولتي بیرغ پورته شي."

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان وکړ چې؛ د روسیې پلووي کونکي وسله وال او د هغوی قوماندانان په سلویانسک کې له خپلو پناه ځایونو تښتیدلي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر نن سهار د خپلو استخباراتي ادارو په حواله؛ په کیف کې خبریالانو ته وویل، تېره شپه په سلویانسک کې تر سختې جګړې وروسته د روسيې زیات شمېر پلویان وسله وال او د هغوی قوماندان ایګور ستریلکوف وتښتیدل.

ارسن اواکوف نن پر فیس بوک هم لیکلي چې؛ وسله وال ملیشه له سلویانسکه د جنوب ختیځ په پینځوس کیلومترۍ کې د "ګورلیوکا" ښارګوټي ته تښتیدلي دي.

دا سیمه اوس هم تر ډيره حده د وسله والو ملیشو په کنټرول کې ده.

د اوکراین حکومت تور لګوي چې د مخالفو ملیشو مشر ستریلکوف د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې [GRU] غړی دی خو ستریلکوف او د مسکو حکومت یې ردوي.

د اوکراین حکومت دا ادعا هم کوي چې؛ کریملن غواړي د اوکراین په ختیځ کې د روسي ژبو سیمو کنټرول خپل کړي او په اوکراین کې د اروپايي پلوي حکومت د بې ثباته کولو لپاره په پټه بیلتون غوښتونکو ملیشو ته وسلې او پيسې ورکوي.

په سلویانسک کې د اوکراین د حکومتي ځواکونو پرمختګ به ښايي په تیرو درېیو میاشتو کې چې هلته وسله وال بحران روان دی او بیلتون غوښتونکي د ختیځ د دې ښار د نیولو هڅې کوي، یو ستر بری وي.

د اوکراین ولسمشر پر خپله ویب پاڼه د خپل نوي ټاکل شوي لوي درستیز په حواله ویلي چې؛ پر هغو وسله والو چې د سلویانسک ښار په شاوخوا کې د پرتو اوکرایني عسکرو د پوځي کمربند د ماتولو هڅه یې کوله؛ راکټي حملې شوې دي.

پر دې ویب پاڼه همدا راز ویل شوي چې؛ د بیلتون غوښتونکو یو ټانک او یو بل زغره وال موټر تخریب شوي دي.

د روسیې [Russia - 24] ټلویزیون ویلي چې؛ بېلتون غوښتونکي ملیشې په جګړه له سلویانسکه وتلي او خپل مرکزونه یې اوس د کراماتورسک ښار ته لیږدولی دی.

دوی د روان کال په اپریل کې د اوکراین ختیځ ښار سلویانسک ونیو چې؛ تقریباً یولک او شل زره اوسیدونکي لري.

XS
SM
MD
LG